Language

چاودنې د څلورو ماشومانو په ګډون ٨ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه ( پژواک ٢٤ ورى ٩١ ) : د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ٨ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته.

ددې ولايت د والي وياند داوود احمدي د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا لسو بجو د ګرمسېر ولسوالۍ د سپار په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه ، په دې چاودنه کې چې د ملکي وګړيو پر يوه ډاټسن ډوله موټر شوې، دوه ماشومان وژل شوي او ددوو ماشومانو په ګډون شپږ عام وګړي ټپيان شوي دي.

احمدي وايي ، چې ټپيان په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو ته روغتون ته لېږدول شوي ، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د والي وياند ادعا وکړه، چې دغه ماين د وسلوالو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوى و او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

داوود احمدي داهم وويل چې د سيمې اوسېدونکو د چاودنې له ساحې څخه يو طالب نيولى او له هغه يې غوږونه پرې کړي او ژمنه يې کړې، چې دوى به پخپله دې ورانکاري ته سزا ورکړي.

ويل کېږي، چې دغه چاودنه د واده پر يوه موټر شوې، خو احمدي زياتوي چې په سيمه کې ټېلېفونونه کار نه کوي، ځکه دوى يې په اړه بشپړ معلومات نه لري.

تراوسه ددې چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics