هرات ښار (پژواک ٢٥ ورى ٩١): د سولې د عالي شورا د هرات ولايتي کمېټې اعلان وکړ، چې د وسلوالو مخالفينو يو پخوانى قوماندان محمدګل د ناپېژاندو وسلوالو له خوا وژل شوى دى.
په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې رييس مولوي غلام سرور وويل، چې دا سړى تېره ورځ د شينډنډ ولسوالۍ په سوېل لوېديځ کې د ځنګله په سيمه کې د ناپېژاندو وسلوالو د ډزو ښکار شو.
هغه زياته کړه: “د هغو اطلاعاتو له مخې چې د محمدګل کورنۍ موږ ته راکړل، نوموړى هغه وخت چې له ولسوالۍ څخه د خپل کور په لور روان و، تر بريد لاندې راغى؛ خو هغوى ټينګار وکړ چې دا بريد د شخصي دښمنيو په سبب و.”
د مولوي غلام سرور په وينا، قوماندان محمدګل د شينډنډ د کاه واوکل سيمې اوسېدونکى دى، چې تېره مياشت د خلکو په همکارۍ د هرات د پوليسو له لوري د سولې له پروګرام سره يوځاى شوى و.
د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېكزاد، هم د محمدګل وژل کېدل ومنل او ويې ويل، چې پوليسو د دې پېښې د څرنګوالي او د بريدکوونکو د پېژندنې په موخه څېړنې پيل کړې دي.
نېکزاد زياته کړه، چې د وسلوالو مخالفينو دغه قوماندان د ١٣٩٠ کال په ليندۍ کې له خپلو اوو تنو افرادو سره له وسلو اومهماتو سره د پوليسو په مرسته د سولې له پروګرام سره يوځاى شوى و.
هرات يو له هغه ولايتونو څخه دى چې د دې ولايت د ځايي چارواکو په وينا، تېره کال د سولې پروګرام ته د وسلوالو مخالفينو د جذب بهير په کې په برياليتوب روان و.
د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې رييس مولوى غلام سرور وويل، چې په تېر يوه کال کې ٤٣ د دولت مخالفې ډلې چې ٥٥٤ تنه په کې شاملېږي، د سولې له پروګرام سره يوځاى شوي او خپل سوله ييز ژوند يې پيل کړى دى.
تر دې وړاندې د هرات والي داوودشاه صبا، د غير مسوولو وسلوالو ډلو شمېر ٥٥ ډلې، چې له ١٠٠٠ څخه تر ١٢٠٠ تنو پورې وسلوال کسان لري، ښودلى و.
خو د هرات والي وايي، چې د پوځي عملياتو او د سولې پروګرام ته د وسلوالو مخالفينو د ډلو د جذب د پروسې د ګړنديتوب له امله، يو شمېر هغه وسلوالې ډلې او افراد چې د هرات له بهر څخه دې ولايت ته راغلي وو، د هرات پرېښودو ته اړ اېستل شوي او يواځې څو وړې سيمه ييزې ډلې پاتې دي.