کابل (پژوک ٢٥ کب ٩١): د اندونيزيا هېواد چارواکي وايي، د يو شمېر کورنيو په ګډون د هغو لسګونو افغانانو په لټه کې دي چې کښتۍ يې د سمندر په څپو کې بې درکه شوې ده.
دغه کښتۍ له تېرې ورځې راهيسې د اندونيزيا سمباوا نومې جزيرې ته څېرمه لادرکه شوې او ويل کېږي، چې له لادرکه کېدو وړاندې يې د مرستې غوښتنه کړې وه.
په لومړي سر کې داسې اټکل کېده، چې دغه کښتۍ به په سمندر کې ډوبه شوې وي؛ خو وروسته د کډوالو په برخه يوه استراليايي فعال آن رينټول رسنيو ته وويل، چې دغو افغان کډوالو له ده سره تماس نيولى وو او مرستې ته اړتيا لري.
د اندونيزيا د ټينګارا په ايالت کې د ژغورنې د عملې مشر مرسودي د جمعې په سهار فرانس پرس خبري اژانس ته ويلي، چې د ژغورنې کارکوونکو د يوې چورلکې په واسطه د لادرکه کـښتۍ لټون وکړ؛ خو هېڅ په لاس ورنغلل.
هغه په داسې حال کې چې ويل يې دوى نه دې توانېدلي، ترڅو په کښتۍ کې د شته کډوالو سره تماس ونيسي، زياته کړه چې دوى به د لادرکې کـښتۍ په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.
مرسودي زياته کړه، کله چې دوى هڅه وکړه له کډوالو سره د ټېلېفون له لارې اړيکه ونيسي، داسې ښکارېده چې دوى نه غوښتل له اندونيزيايي چارواکو سره خبرې وکړي؛ نو ځکه دى ګومان کوي چې دوى په کوم ګوښه ځاى کې پټ شوي دي.
په استراليا کې د هزاره توکم د ټولنې مشر د يوې اعلاميې په خپرولو سره له استراليايي چارواکو غوښتنه کړې، چې له اندونيزيايي چارواکو سره په همغږۍ له دغو کډوالو سره چې ژوند يې له خطر سره مخ دى، مرسته وکړي.
په اعلاميه کې د يادې ټولنې د مشر علي محمدي له قوله ويل شوي، چې دوى هم په کښتۍ له افغان کډوالو چى شمېر يې له ٦٠ تنو زيات دى، خبرې کړې دي.
د يادلو ده چې هر کال ګڼ شمېر افغان کډوال د اندونيزيا له لارې استراليا هېواد ته د تللو هڅه کوي؛ خو کله کله له دغه ډول نوړه پېښو سره مخ کېږي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو سره، سره په دې ونه توانېد.
نږدې څلور مياشتې وړاندې د اندونيزيا په ساحلي سيمو کې يوه بېړۍ چې ٢٥٠ کډوال يې لېږدول، ډوبه شوه چې يواځې د ٤٧ تنو ژوند وژغورل شو.
په دغو کډوالو کې افغانان، ايرانيان، عراقيان او د يو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل وو.