Language

لښکرګاه (پژواک ٢٦ ورى ٩١): د هلمند په خانشين او موسى كلا ولسواليو كې په دوو بېلابېلو پېښو كې څلور پوليس وژل شوي او د ملي اردو د درېيو سرتېرو په ګډون دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيه  قوماندانۍ د همغږۍ د دفتر مرستيال محمد اسمعيل هوتګ د وري په ۲۶مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه نهه بجې په خانشين ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه كې درې سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پوليس په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.

د هغه په وينا، دغه راز تېره ورځ مازديګر مهال د موسى كلا ولسوالۍ په مظهراباد سيمه كې د يو كمين په ترڅ كې يو پوليس وژل شوى او د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.

د هوتک په خبره، د موسى كلا ولسوالۍ پوليسو او د ملي اردو سرتېرو ته هم د ګزمې پر مهال ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه كړل.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د موسى كلا د پېښې مسووليت ومانه او زياته يې کړه، چې د پوليسو د يو  قوماندان په ګډون يې د ملي اردو څلور سرتېري وژلي دي.

د يادونې ده، چې څلور ورځې مخکې هم  په موسى كلا ولسوالۍ كې د درېيو ځانمرګو بريدونو پر مهال افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Related Topics