پل علم (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د امنيتي ځواکونو او بريد کوونکو ترمنځ نښته تېره شپه دوه بجې د څلورو بريد کوونکو، د ملي اردو د درېيو سرتېرو او يوه امريکايي سرتېري په وژل کېدو او د ٩ امنيتي سرتېرو په ټپي کېدو پاى ته ورسېده.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل، چې څلور بريد کوونکي تېره ورځ شاوخوا يوه نيمه بجه يوې شخصي ودانۍ ته ننوتل او د ولايت، امنيه قوماندانۍ، د پوهنې رياست، محکمو، د ملي اردو د جلب او جذب د کميسارۍ، د ايتلاف د نظامي مرکز او نورو دولتي ادارو پر ودانيو يې راکټي او د سپکو وسلو بريدونه کول.
روغ لېوني زياته کړه، چې د هوايي ځواک په همکارۍ د ملي اردو، پوليسو او ايتلافي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو په پايله کې دغه نښته تېره شپه دوه بجې په برياليتوب سره پاى ته ورسېده.
هغه وويل، چې په نښته کې يو امريکايى سرتېرى وژل شوى او د يوه امريکايي سرتېري په ګډون د ملي اردو درې سرتېري، درې پوليس او د امنيت د يوه کارکوونکو په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې د بريد کوونکو درې ميله راکټونه، درې کلاشينکوفونه او څو لاسي بمونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د لوګر امنيه قوماندان وويل، چې چاڼيز عمليات د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره په ډېر دقت ترسره کېدل، چې له نېکه مرغه ملکي کسانو ته په کې زيان نه دى اوښتى، خو د بريد کوونکو په ډزو کې د پېښې د سيمې د شاوخوا ادارو ودانيو ته زيان اوښتى دى.
هغه په ځانګړې توګه د کوار مؤسسې او د ولايتي شورا د يوه غړي د کور يادونه وکړه، چې ډېر زيان ورته اوښتى دى.
که څه هم د لوګر امنيه قوماندان وايي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې، خو د لوګر د عامې روغتيا رئيس ډاکټر محمد ظريف نايب خېل مرکزي روغتون ته د ١٥ ټپيان د راوړل کېدو خبر ورکوي او وايي ، چې د ملي اردو درې سرتېري روغتون ته له راوړل کېدو وروسته مړه شوي دي.
هغه وويل چې په ټپيانو کې ملکي کسان هم شامل دي.
له بلې خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد له امنيتي ځواکونو سره د خپلو کسانو د نښتې د پاى پخلى وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې يې دوه امريکايان وژلي او زيات شمېر کورني او بهرني سرتېري يې ټپيان کړي دي.
مجاهد ومنله، چې په دې نښته کې د دوى څلور کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولايت د ملي امنيت رياست په ٥٠ مترۍ کې د بريد کوونکو او د ملي امنيت د سرتېرو ترمنځ نښته تېر ماښام د څلورو بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP