Language

د محمودراقي د دويمې حوزې امر له درېيو ساتونکو سره ووژل شو

محمودراقي (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د کاپيسا په مرکز محمودراقي ښار کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د دغه ښار د دويمې امنيتي حوزې امر له خپلو درېيو ساتونکو سره ووژل شو.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه ماين نن سهار شاوخوا لس بجې د نواباد په سيمه کې د دويمې حوزې د امر پر رينجر موټر الوتى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د دويمې حوزې امر فيضي له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى او ملکي کسانو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرزا محمد رجاء پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې روغتون ته د څلورو پوځيانو مړي ور وړل شوي دي.

هغه وويل، چې په دغو کسانو کې د دويمې امنيتي حوزې امر هم شامل وو.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس  ته د دويمې حوزې د امر پر موټر د چاودنې پخلى وکړ، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د نواباد سيمې يوه اوسېدونکي فدامحمد پژواک خبري اژانس  ته وويل: “رينجر موټر روان وو، چې په خوا کې ماين والوت.”

هغه زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته پوليسو څلور مړي له سيمې يوړل.

د دې پېښې مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Related Topics