ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
15 Apr 2012 - 12:15
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
15 Apr 2012 - 12:15

 کابل ښار (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو تر ټولو ګرمه موضوع د سولې د عالي شورا د مشرتابه لپاره د صلاح الدين ربانې ټاکل کېدل جوړوي، خو د دې ترڅنګ کابل ته د حزب اسلامي د سولې د پلاوي راتلل او همدارنګه د سيمې او ګاونډيو هېوادونو امنيتي اړتياوو ته د افغانستان پاملرنه د ځينو ورځپاڼو غټ سرټکي جوړوي.

د محور ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د سولې د عالي شورا د رييس په توګه د صلاح الدين رباني ټاکل کېدل څېړي او په دې اند ده چې د دغه مقام د ترلاسه کولو لپاره د ډېرو جهادي او ملي شخصيتونو تر منځ ناندرۍ روانې وې.

دغه ورځپاڼه هغه نظرياتو ته پاملرنه کوي، چې وايي ولسمشر کرزى هغه کسان خپلې ډلې ته نه پرېږدي چې تر ده تکړه وي يا دې د يوه پياوړي چارواکي اکټونه وکړي او وړاندې د سولې د عالي شورا د رييس په توګه د صلاح الدين رباني ټاکل کېدو ته ګوته نيسي او ليکي چې په دې ټاکنې سره دا خبره بيخې ثابته شوه، چې ولسمشر نه غواړي داسې يو څوک يې په څنګ کې وي، چې د ده پرېکړه او نظر وننګوي.

محور ورځپاڼه هغه نيوکې هم څېړلې چې ويل کېدل د سولې د عالي شورا د رياست لپاره د يوه متنازع شخص په توګه د استاد برهان الدين رباني ټاکل کېدل ناسم دي او ليکي، چې دغه مقام ته د صلاح الدين رباني ټاکل کېدل هم هماغه نيوکې او اندېښنې لا هم پر ځاى پاتې دي.

د هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او ليکي چې صلاح الدين رباني د خپل پلار تر مړينې اوه مياشتې وروسته د هغه سياسي ميراث ترلاسه کړ او په دې اند ده چې د سولې د عالي شورا د رييس په توګه د صلاح الدين رباني ټاکل کېدو وښوده، چې په دغه هېواد کې سياست د ميراثي کېدو پر لوري پر مخ ځي.

دغې ورځپاڼې همدارنګه د سولې عالي شورا په تېر يوه کال کې د کومې فعالې کړنې په نه ترسره کولو تورنه کړې او په داسې حال کې چې په دې اند ده، چې اوس هم خبرې اترې په ارګ کې يوه خاصه کړۍ پرمخ بيايي، ليکي چې ښاغلى صلاح الدين رباني په دې موقعيت کې په شتون سره پرته له دې چې د حکومت د ګونګو سياستونو قربانې کېږي، بله لاس ته راوړنه نه شي درلوداى.

هشت صبح ورځپاڼه ليکي، چې ښاغلى کرزى دغه دريځ ته، د صلاح الدين رباني په ټاکنې سره خپلې هغې سترې سياسي موخې ته ورسېد چې د جمعيت اسلامي ګوند په ليکو کې درز را پيدا کړي، خو په دې جوړښت سره به يو کاروان سولې ته ونه رسېږي، پرته له دې چې صلاح الدين رباني د دې لوبې قرباني شي.

د ملي باور ورځپاڼه بيا د صلاح الدين رباني ټاکل کېدل د حکومت د ځينو مجبوريتونو د شتون له امله ګڼي او د هشت صبح ورځپاڼې په څېر په دې نظر ده چې د سولې عالي شورا لکه څنګه چې بايد کار کړى واى او يا هم د دې شورا غړي بايد څه ډول کسان واى، نه دې شورا داسې کار وکړ او نه يې غړي داسې کسان وټاکل شول چې د هېواد د روان ناورين د پاى ته رسېدو لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړي.

د ملي باور ورځپاڼه همدارنګه د سولې د عالي شورا له نوي ټاکل شوي مشر څخه هيله لري، ترڅو له طالبانو سره خپل شخصي مخالفتونه يوه څنګ ته پرېږدي او په داسې لارو چارو فکر وکړي، چې افغانستان د جګړې له دغه ناورين څخه راوباسي.

د انيس دولتي ورځپاڼې هم په خپله نننۍ سرمقاله کې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د صلاح الدين رباني ټاکل کېدل په نېک فال ګڼلى او په داسې حال کې چې سوله د افغانستان د خلکو ضروري اړتيا ګڼي، ليکي چې اوس صلاح الدين رباني د خپل پلار ځاى ناستى ټاکل شوى تر څو د افغانستان د خلکو ارمانونه پوره کړي.

د خدمتګار ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله کې کابل ته د حزب اسلامي د سولې د يوه پلاوي راتلل څېړلي او له دولتي چارواکو سره د هغوى ليدنو کتنو ته په ګوت نيونې سره په دې نظر ده چې د سولې له بهير سره د حزب اسلامي يو ځاى كېدل د طالبانو دريځ كمزورى كولاى شي.

خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې د حزب اسلامي او افغان دولت دريځونه د سولې په اړه ډېر سره نږدې شوي او ليکي، ډېر اټكل دا دى چې كېداى شي حزب اسلامي د ځينو امتيازونو په منلو سره له دولت سره يو ځاى شي.

 خدمتګار ورځپاڼه همدارنګه ليکي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه په دې باور ده، چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي يو ځاى كېدل د افغان جګړې پر ليكو چندانې اغېز نه پرېباسي، خو لږ تر لږه دوى ته د طالبانو پر وړاندې يوه تبليغاتي وسيله په لاس وركولاى شي.
د ماندګار ورځپاڼه بيا نن د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې د تصفيې غوښتونکې ده او په دې اند ده، چې ولسمشر کرزي داسې کسان په دغه کمېسيون کې په کار ګومارلي چې په ځينو غونډو کې د ستونزو لامل ګرځېدلي او د هغوى په اړه سياسي اعتراضونه هم راپورته شوي دي.

دغه ورځپاڼه په راتلونکي کې د ټاکنو د کمېسيون د لوړپوړو چارواکو د انتخابي کېدو لپاره هم وړانديز کوي او په دې اند ده، چې که چېرې د ټاکنو د کمېسيون لوړ پوړې چارواکي ګومارل شوي وي، نو طبيعي ده چې د هغه کس په ګټه کار کوي، چې دوى يې ګومارلي دي.

ماندګار په دې اند هم ده، چې د ټاکنو کمېسيون بايد د خلکو د باور وړ يوه مرجع وګرځي؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د دغه کمېسيون په اړه د خلکو باور له منځه ولاړ او همدارنګه د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې بيا هم د حکومت د لاسوهنو له امله ورسره سياسي چلند وشو.

خو د ښاغلي محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د نظرياتو خپرندويې وحدت ورځپاڼې بيا نن د سيمې او ګاونډو هېوادونو امنيتي اړتياوو ته د افغانستان پاملرنه غوښتې او په دې اند ده چې هم بايد افغانستان د سيمې او ګاونډو هېوادونو امنيتي او چاپېريالي اړتياوې وپېژني او هم بايد د سيمې هېوادونه د افغانستان اړتياوو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د ورځپاڼې په خبره په دې سيمه کې يو سيمه ييز اتحاد جوړ شي.

د وحدت ورځپاڼه له هندي او پاکستاني کارپوهانو سره د ولسمشر کرزي ليدنې او په دغو ليدنه کې له بنسټ پالنې څخه پر لرې والي ټينګار ته ګوته نيسي او په دې اند ده، چې په دې اړه د پاکستان ونډه ډېره مهمه ده او که چېرې د ورځپاڼې په خبره د پاکستان استخباراتي اداره، افغانستان ته له ستراتيژيک ليد لوري څخه له کتلو لاس واخلي، کېداى شي د يوه اتحاد جوړښت ته هيله من و اوسو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.