Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يو شمېر وسلوال نن ماسپښين (٠١:٣٠ ) په ګردېز ښار کې امنيه قوماندانۍ او د پوليسو د زون مرکز ودانيو ته مخامخ يوې شپږ پوړيزې ودانۍ ته ننول او له هغه ځايه يې پر يادو مرکزونو بريدونه پيل کړل.

د بريدکوونکو او ګډو ځواکونو ترمنځ جګړې، چې د ايساف هوايي ځواک هم په کې برخه لرله، څلور ساعته دوام وکړ.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغې جګړه کې درې واړه بريدکوونکي وژل شوي او جسدونه يې د پېښې په ځاى کې پاتې دي.

د سمون په وينا، په وسلواله نښته کې ١١ تنه ټپيان شوي، چې يو يې پوليس، دوه محصلين، ٤ يې ماشومان، دوه يې مېرمنې او دوه نور نارينه دي.

خو په ګرديز کې د ملکي روغتون يوه ډاکټر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښې له ځاى څخه دوى ته ٢٣ تن ټپيان راوړل شوي چې درې يې پوليس، دوه يې مېرمنې او پنځه يې ماشومان دي او پاتې نور يې هغه محصلين دي، چې په ياده ودانۍ کې اوسېدل او د بريد پرمهال يې له ودانۍ څخه ځانونه غورځولي دي.

د يادولو ده، چې نن په يو وخت کې په ننګرهار، کابل، لوګر او پکتيا کې سره ورته بريدونه وشول.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى لسګونه وسلوال په دغو بريدونو کې برخه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.