کابل (پژواک٢٧ورى٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په نننيو بريدونو کې چې په کابل او لوګر کې لا هم دوام لري، ١٧ بريدکوونکي وژل شوي، ١٧ پوليس او ١٤ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نن په ورته وخت کې وسلوالو په کابل، ننګرهار، لوګر او پکتيا کې پر دولتي او بهرنيو مرکزونو بريدونه پيل کړل.
د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نننيو بريدونو کې امنيتي منسوبين او ملکي وګړي د سر زيان نه لري، خو د ننګرهار د بهسودو ولسوال وايي چې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه همداراز وويل، چې دوه بريدکوونکي هم د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک ته د رالېږل شوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې د کابل په درېيو سيمو کې د وسلوالو مقاومت شته، تردې مهاله ٤ بريدکوونکي وژل شوي او ١١ پوليس او ٥ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغه وسلوال بريدونه د کابل ښار په وزير اکبر خان، دار الامان سړک او پکتيا کوټ سيمو کې وشول.
په يادو درې واړو ځايونو کې وسلوال تر کار لاندې ودانيو ته ننوتل او د عيني شاهدانو د وينا له مخې، پر دولتي ادارو، د بريتانيې، روسيې او کاناډا پر سفارتونو او د ايساف پر يو مرکز د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، وسلوالو د موټر بمونو په وسيله د ننګرهار پر پي ار ټي او هوايي ډګر بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ٧ بريدکوونکي ووژل شول او يو يې امنيتي ځواکونو ژوندى ونيوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ٤ ملکي وګړي ټپيان شول.
په ګردېز ښار کې هم يو شمېر وسلوال نن ماسپښين (٠١:٣٠ ) په ګردېز ښار کې امنيه قوماندانۍ او د پوليسو د زون مرکز ودانيو ته مخامخ يوې شپږ پوړيزې ودانۍ ته ننول او له هغه ځايه يې پر يادو مرکزونو بريدونه پيل کړل.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ٣ بريدکوونکي ووژل شول، درې پوليس او ٥ ملکي وګړي ټپيان شول.
د سرچينې په وينا، په داسې حال کې چې لا هم په لوګر ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا تصفيوي عمليات روان دي، تردې مهاله درې بريد کوونکي وژل شوي او يو يې امنيتي ځواکونو ژوندى نيولى دى.
خبرپاڼه زياتوي چې په دې بريدونو کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوى لسګونو وسلوالو چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو، نن په څلورو ولايتونو کې بريدونه وکړل، چې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته يې تلفات اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP