کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩١): يوناما، د امريکا متحده ايالتونو، انګلستان او اروپايي ټولنې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې پروني وسلوال بريدونه وغندل او ځينو په دې اړه د افغان ځواکونو غبرګون ستايلى دى.
تېره ورځ شاوخوا يوه بجه وسلوالو مخالفينو د کابل په درېيو سيمو او د لوګر، ننګرهار او پکتيا په مرکزونو کې ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه پيل کړل، چې ځينو يې تر نن سهاره دوام درلود.
بريدکوونکو مهمې دولتي او د بهرنيو ادارو ودانۍ د سپکو وسلو او راکټونو تر بريد لاندې راوستې.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د تېرې ورځې په ډله ييزو بريدونو کې ٣٦ بريدکوونکي، اته دولتي سرتېري او درې عام وګړي وژل شوي او ٤٠ امنيتي کسان او ٢٥ عام وګړي ټپيان دي.
خو وسلوال طالبان د خپلو وژل شويو کسانو شمېره ٣٠ تنه ښيي او وايي، چې په دې بريدونو کې شاوخوا ٢٠٠ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د امريکا متحده ايالتونو سفارت په يوه خبرپاڼه کې د دې بريدونو غندنه کړې او ويلي يې دي: “دغه بريدونه ښيي چې ترهګر يوځل بيا د افغانستان د ښې راتلونکې پر وړاندې د تاوتريخوالي رامنځ ته کولو هڅه کوي.”
د امريکا سفارت ليکي، په داسې حال کې چې له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد دوام لري، د پرون ورځې بريدونو په ځواب کې د افغان امنيتي ځواکونو مسلکي اقدام وښوده، چې دغه ځواکونه کولى شي د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې ډېرې ننګونې په مخ کې شته، خو دوى به له افغان او نړيوالو همکارانو سره په ګډه خپل ماموريت ته دوام ورکوي، ترڅو افغانان خپل هېواد د خپل ځان او د راتلونکي نسل لپاره ودان کړي.
خبرپاڼه زياتوي: “لکه څنګه چې ولسمشر اوباما ويلي، چې د امريکا همکاري به تر هغه له افغانانو سره دوام ولري، ترڅو د القاعدې شبکه له منځه ولاړه شي او افغانستان يوځل بيا د ترهګرو د فعاليت لپاره خوندي ځاى نه وي.”
د انګلستان حکومت هم په کابل او نورو ولايتونو کې پروني بريدونه په کلکه غندلي دي.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ويليم هاګ په لندن کې رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې يو شمېر راکټونه په کابل کې د دوى پر سفارت هم لګيدلي دي؛ خو کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
هغه زياته کړې، چې په دې بريدونو کې د سفارت ودانۍ لږ زيانمنه شوې ده.
دغه راز اروپايي ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ (يوناما) هم د خبرپاڼو په خپرولو سره پروني ډله ييز بريدونه غندلي دي.
د يوناما له خوا پژواک خبري اژانس ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د بريدکوونکو پر وړاندې اغېزمن او مسلکي اقدام کړى او دوى په دې برېدونو کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه خواشينې دي.
دغه راز سرچينې په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوي ته پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP