Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نشه يي توکو د قاچاق په تور ١٦ تنه پر بند محکوم شول

کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې ١٦ تنه د نشه يي توکو د قاچاق پر تور له يونيم تر ٢٠ کاله پر تنفيذي بند محکوم کړل.

د ياد مرکز په خبرپاڼه کې، چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې تورن کسان پوليسو په نيمروز، کندهار، هلمند، کابل، پنجشېر، ننګرهار او هرات ولايتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال نيولي دي.

سرچينه زياتوي، چې د پوليسو کشفي ارګانونو له يادو کسانو څخه په ټوليزه توګه څه باندی ٣ کيلوگرامه هيرويين، تر يونيم ټن ډېر ترياک، تر شل کيلوگرامه زيات مورفين، څه باندې ١٤٦ کيلوګرامه چرس او ٧٧٥ لېتره الکولي مشروبات ترلاسه کړي دي.

  خبرپاڼه زياتوي، چې ياد کسان يې په څو جلا قضايي غونډو کې پر بند محکوم کړي دي.

سرچينه زياتوي، سرچينې ويلي، چې د استيناف محکمی پرېکړه د موظفو څارنوالانو او مدافع وکيلانو په شتون کې صادره شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.