Language

په کونړ کې ٩٥ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

اسعداباد (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د کونړ د حرفوي زده کړو په مرکز کې د سولې له بهير سره يوځاى شوي وسلوال او په نشه يي توکو روږدي کسان په مسلکي ډول وروزل شول.

د حرفوي زده کړو د ښوونيز مرکز مسوول اتل ساپي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه مرکز څخه په يوولسمه دوره کې پنځه نوي ځوانان په شپږو بېلابېلو برخو سيم تاوۍ، ګلکارۍ، نجارۍ، رنګمالۍ، برېښنا او د نل غځونې برخو کې روزل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو روزل شوو کې پنځلس هغه کسان هم شامل دي، چې په دې وروستيو کې د سولې له بهير سره يوځاى شويي وو.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د دغه مرکز فارغينو ته د سندونو ورکولو پر مهال وويل، چې دغه کسان به د سيمه ييزې اقتصادي ودې په برخه مهم رول ولوبوي.

هغه زياته کړه، هڅه کوي چې په روانو رغنيزو او پرمختيايي چارو کې همدغه ځوانان پر دندو وګوماري او ټينګار يې وکړ چې له دې وروسته به په دغه ښوونيز مرکز کې هغه ځوانانو ته د شاملېدو لومړنى حق ورکول کېږي، چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي وي او يا يې د نشه يي توکو له استعمال څخه لاس اخيستى وي.

يو تن فارغ ذاهدالله وايي، چې د سولې له بهير سره يوځاى شوى او اوس يې د ګلکارۍ په برخه کې روزنه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې خوښ دى چې مسلکي زده کړه يې ترلاسه کړه.

نوموړى وايي، چې پخوا به يې ټوپک پر اوږه وو او هره ګړۍ به پرې په سختۍ سره تېرېده په مياشت کې به يوه شپه هم کور نه تېرېده، کله په يوه غره کې او کله په بل غره کې و، خو اوس به د دغه کسب پر مټ خپلې کورنۍ ته نفقه پيداکوي.

نوموړي له نورو وسلوالو هم وغوښتل، چې ټوپک پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي او په ارامه توګه خپلو بچو ته رزق پيدا کړي.

د يادونې ده، چې له دغه حرفوي مرکز څخه تر دغه مهاله له زرو زيات ځوانان، چې روږدي او يو ځاى شوي وسلوال په کې شامل وو، په مسلکي توګه فارغ شوي دي.

Related Topics