کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩١): يو شمېر پوځي ماهرين وايي، د کشفي او استخباراتي ارګانونو له کمزورتيا په ګټې اخيستنې، وسلوالو مخالفينو وکولى شول چې په مرکز او ځينو ولايتونو کې هم مهاله بريدونه ترسره کړي.
تېره ورځ شاوخوا يوه بجه وسلوالو مخالفينو د کابل په درېيو سيمو او د لوګر، ننګرهار او پکتيا په مرکزونو کې ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه پيل کړل، چې ځينو يې تر نن سهاره دوام درلود.
دغه بريدونه پر مهمو دولتي او بهرنيو ادارو پر ودانيو وشول.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ٣٦ بريدکوونکي، اته دولتي سرتېري او درې عام وګړي وژل شوي، ٤٠ امنيتي کسان او ٢٥ عام وګړي ټپيان دي.
خو وسلوال طالبان وايي چې په دې بريدونو کې د دوى ٣٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٠٠ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوځي کارپوه او د کورنيو چارو وزارت پخوانى امنيتي مرستيال، جنرال عبدالهادي خالد پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د دولت د کشفي او استخباراتي ارګانونو له کمزورۍ او نه همغږۍ په ګټې اخيستنې، وکولاى شول داسې بريدونه پلان او هم مهاله ترسره کړي.
د ده په وينا، په دولت او امنيتي ارګانونو کې د مخالفينو نفوذ او له خلکو سره د کشفي ارګانونو نه همکاري، مخالفينو ته دا موکه ورکوي، چې داسې بريدونه پلان او ترسره کړي.
ده وويل چې په دولت کې د فساد او مافيايي کړيو د شتون له امله، خلکو له دولت څخه واټن نيولى او د داسې بريدونو په اړه له کشفي او امنيتي ارګانونو سره مرسته نه کوي.
خالد که څه هم وايي، چې تېره ورځ د بريدونو د شنډولو په عملياتو کې امنيتي ځواکونه يوڅه بې نظمه وو؛ خو امکاناتو ته په کتو يې په کابل کې د وسلوالو بريدونه ښه مهار کړل.
ده وويل چې د تېرې ورځې بريدونه، بايد د استخباراتو ځانګړو سرتېرو او د ملي اردو کومانډو ځواکونو له خوا شنډ شوي واى؛ خو تر ډېره دغه چاره د ملي پوليسو له خوا ترسره شوه.
د هغه په باور، ځينو پوليسو په غير مسلکي ډول عمل کاوه، خو ځينو نورو بيا په ډېر مسلکي او منظم ډول وسلوال په نښه کړل او هغوى ته يې د بريدونو د ساحې د پراخولو اجازه ورنه کړه.
خو دى وايي چې له لږ شمېر وسلوالو سره د مقاومت لپاره، بايد په دومره ډېر شمېر سرتېري ځکه ونه کارول شي، چې سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګرځي.
د خالد په باور، په دې وروستيو کې په ختيځ او سوېلي سيمو کې وسلوال مخالفين د افغان او بهرنيو ځواکونو تر فشار لاندې دي او غواړي په دا شان بريدونو سره خپلو پلويانو ته روحيه ورکړي.
دى وايي، مخالفينو دا بريدونه ځکه ترسره کړل، ترڅو له رواني پلوه پر دولت او خلکو خپل اغېز وساتي او وښيي چې هرځاى کولى شي بريدونه وکړي.
د خالد په وينا، په داسې حال کې چې له مخالفينو سره د سولې پر سر د خبرو لپاره هڅې روانې دي، مخالفين غواړي د دا ډول بريدونو په ترسره کولو سره د ډېرو امتيازاتو غوښتنه وکړي.
ده وويل چې وسلوال مخالفين د دغه ډول بريدونو له لارې، کولى شي خپل بهرني ملاتړي ډاډمن کړي او د هغوى ملاتړ له ځان سره وساتي.
خو ده د مخالفينو د بهرنيو ملاتړو په اړه نور څه ونه ويل.
پوځي کارپوه او د کورنيو چارو وزارت پخوانى امنيتى مرستيال هلال الدين هلال هم وايي، مخالفين ځکه دا ډول بريدونه ترسره کولاى شي چې د دولت په کشفي او استخباراتي ارګانونو کې نفوذ لري او د دې ارګانونو منسوبين خپلو مسوليتونو ته سمه پاملرنه نه کوي.
هلال زياته کړه: “دا بريدونه ښيي چې طالبان د امنيتي بنسټونو په زړه کې امکانات لري چې ترې ګټه اخلي.”
د ده په وينا، دا شان بريدونه ښيي چې وسلوال مخالفين لا هم ځواکمن دي او د خپل ځواک د ښودلو لپاره په هرځاى کې چې وغواړي، بريدونه کولى شي.
د هلال په باور، د دې لپاره چې د افغانستان دولت له کمزوري دريځ څخه له مخالفينو سره د سولې هڅې کوي، نو مخالفين هم د داسې بريدونو له لارې غواړي ځان ځواکمن وښيي او که چېرې د سولې خبرې هم کوي، ډېر امتيازات وغواړي.
ده زياته کړه: “د حکومت له خوا د سولې غوښتنه ښه شعار دى، خو وخت يې مناسب نه دى؛ لومړى بايد ځان ځواکمن کړي.”
د هلال په وينا، د دا ډول بريدونو مخنيوى هغه مهال کېداى شي چې کشفي او استخباراتي ارګانونو د مخالفينو په ليکو کې نفوذ وکړي او همداراز د عامو خلکو پوره باور خپل کړي.
ده وويل چې د خلکو له همکارۍ پرته هم، کشفي ارګانونه نه شي کولى د داسې بريدونو مخه ونيسي.
هلال زياته کړه: “په دې کې شک نشته چې امنيتي منسوبينو د هغوى (مخالفينو) پروړاندې کارونه ترسره کړي، خو له بده مرغه داسې مديريت نشته چې د دا ډول پېښو مخنيوي وکړي او يا له وړاندې ورته چمتووالى ولري.”
د ده په خبره، کشفي او استخباراتي ارګانونه بايد هغه سيمې کلکې وڅاري، چې مخالفين ترې په احتمالي ډول د بريدونو لپاره کار اخيستى شي.
هغه وويل چې تېر کال هم وسلوال د کابل ښار په عبدالحق څلورلارې کې يوې نيمه کاره ودانۍ ته ننوتل او پر دولتي او بهرنيو ادارو يې بريدونه وکړل، چې ٧ تنه يې ووژل او ٢٣ نور يې ټپيان کړل.
خو د سياسي کارپوه عبدالستار سعادت په اند، طالبانو ياد بريدونه د پاکستان د جاسوسي شبکې په غوښتنه تر سره کړي او ترڅو چې پاکستان خپله ستراتيژي بدله نه کړي، دا ډول بريدونه به دوام ولري.
سعادت هم د مخالفينو له خوا د دا ډول هم مهاله بريدونو ترسره کول، د افغان امنيتي او کشفي ارګانونو کمزورتيا بولي او وايي، چې په دې ارګانونو کې بايد د مخالفينو د نفوذ مخه ونيول شي.
ده وويل، چې د کشفي او استخباراتي ارګانونو د منسوبينو شمېر بايد لوړ شي او هغوى ته اړينې زده کړې ورکړل شي، ترڅو په راتلونکي کې د داشان بريدونو په مخنيوي وتوانېږي.
د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل، په دې رياست کې د وسلوالو مخالفينو نفوذ په کلکه رد کړ او ويې ويل، چې د دې رياست د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره له خپل ټول توان کار اخلي.
ده په دې اړه چې استخباراتي او کشفي ارګانونه ولې د تېرې ورځې بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلل؟ وويل چې هڅې شوې او يو بريد شنډ شوى هم دى.
خو هغه زياته کړه: “چون دا د داخلې موضوع ده، موږ او وزارت دفاع په ګډه مشوره کړې چې تنها صديقي صيب (د کورنيو چارو وزارت وياند) په دې اړه معلومات ورکړي.”
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت له وياند غلام صديق صديقي سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.