Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرو زرو او مسو د کانونو د استخراج لپاره ٢٥ نړيوالې کمپنۍ سيالۍ کوي

د سرو زرو او مسو د کانونو د استخراج لپاره ٢٥ نړيوالې کمپنۍ سيالۍ کوي

author avatar
17 Apr 2012 - 17:30
د سرو زرو او مسو د کانونو د استخراج لپاره ٢٥ نړيوالې کمپنۍ سيالۍ کوي
author avatar
17 Apr 2012 - 17:30

کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩١): په پام کې ده ، چې ٢٥ نړيوالې کمپنۍ په افغانستان کې د سرو زرو او مسو د څلورو کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د پانګونې لپاره په خپل منځ کې سيالۍ وکړي.

د کانونو وزارت وياند محمد جواد عمر د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ٢٥ کمپنۍ د ٤١ نړيوالو کمپنيو له ډلې څخه دي، چې د غزني د زرکشان او د بدخشان د سرو زرو، د سرپل د بلخاب او هرات د شيدا د مسو په کانونو کې د پانګونې لپاره په شرايطو برابرې پېژندل شوې دي. 

هغه وويل چې دغه کمپنۍ د يوه کورني شرکت په ګډون د امريکا متحده ايالتونو، هندوستان، کاناډا، انګلستان، متحده عرب اماراتو، ترکيې او استراليا هېوادونو پورې اړه لري چې د موظفې کمېټې تر ارزونې او د کانونو په چارو کې د وزيرانو کمېسيون تر تاييد وروسته په شرايطو برابرې پېژندل شوې دي. 

 هغه وويل چې يادې کمپنۍ به د روان کال په غويي مياشت کې له يادو کانونو څخه تر ليدنې وروسته په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، وروسته له هغه به د کانونو وزارت او د کانونو په چارو کې د وزيرانو کمېسيون يادې طرحې د تخنيکي او اقتصادي ټاکل شويو معيارونو په پام کې نيولو سره و ارزوي.

د عمر په وينا، د کانونو وزارت هيله لري چې په يادو کانونو کې د پانګونې تړونونه د روان کال تر پايه لاسليک شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بدخشان د سرو زرو کان زر کيلومتره مربع، د غزني د زرکشانو د سرو زرو کان  ٤٨٤ کيلومتره مربع، د هرات د شيدا د مسو  کان ٢٥٠ کيلومتره مربع او د سرپل د بلخاب د مسو کان ٤٥٧ کيلومتره مربع مساحت لري.

دى وايي، چې  د غزني د زرکشانو په کان کې د ٧٥٠٠ کيلوګرامه سرو زرو اټکل شوى او لومړنيو څېړنو ښودلې، چې د سرپل د بلخاب کان په لوګر کې د عينک د مسو له کان څخه لوى دى.

د عينک د مسو په کان کې چې په نړۍ کې د مسو له لويو کانونو څخه دى، ١٢ ميليونه ټنه مس اټکل شوي دي.

خو د ه د بدخشان د سرو زرو او د هرات د شيدا د مسو د کانونو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.