Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګاز نل ليکې د حق العبور پر فيس هوکړه وشوه

کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩١): افغانستان، پاکستان او هند له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې يادو هېوادونو ته د ګاز نل ليکې (تاپي) د حق العبور د فيس په اړه هوکړه وکړه.

د افغانستان د کانونو وزارت وياند محمد جواد عمر نن پژواک خبرې اژانس ته وويل، چې دغه هوکړه تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د يادو هېوادونو د چارواکو ترمنځ وشوه.

هغه ونه ويل، چې افغانستان ته به د يادې هوکړې له مخې څومره د حق العبور فيس ورکول کېږي او زياته يې کړه: ((د دې لپاره چې دغه ارقام د تړون تر لاسليک مخکې محرم دي، څه نه شم ويلى.))

ده ياده پروژه د سيمې لپاره مهمه اقتصادي پروژه وبلله او زياته يې کړه: ((په دې اړه هر کوچنى مثبت اقدام د تاپي د عملي کېدو په برخه کې يو پرمختګ دى.))

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د يادې نل ليکې له لارې به افغانستان په کال کې تر ٤٠٠ ميليونه ډالرو عوايد ولري.

سرچينه زياتوي، چې د تاپي پروژې لګښت شاوخوا ١٠ ميليارده امريکايي ډالره اټکل شوى، چې د اسيايي پراختيا بانک له خوا ورکول کېږي.

د تاپي پروژې په اړه د يادو هېوادونو تر منځ د ١٣٨٩کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او د هند د نفتو وزير ترمنځ لاسليک شوې وه.

عمر وايي، ټاکل شوې چې د روان کال د غبرګولي په څلورمه، د اسيايي پراختيا بانک د استازي په ګډون د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د نفتو وزيرانو ترمنځ په عشق اباد کې غونډه وشي.

د هغه په وينا، راتلونکې ناسته به د تاپي پروژې په اړه وروستۍ ناسته وي، چې اړوند ټول اړين اسناد په کې نهايي شي.

د کانونو وزارت مخکې ويلي وو، ټاکل شوې، چې د دې نل ليکې د نصب عملي کار په ٢٠١٤ زېږديز کال کې پيل شي.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني شاوخوا دوې مياشتې مخکې پژواک ته ويلي وو، چې د دې نل ليکې له لارې به د ګاز لېږد په ٢٠١٦ زېږديز کال کې پيل شي او تر دېرشو کلونو به يې هر کال له لارې تر ٣٤ ميليارد مکعب متره اوبلن ګاز لېږدول کېږي.

دغه راز سرچينې ويلي وو، چې افغانستان کولاى شي د اړتيا په صورت کې له دې نل ليکې څخه په لومړيو کې هر کال ٦٠٠ ميليون مکعب متره او وروسته په کال کې څه باندې ٥ ميليارده مکعب متره ګاز وپېري.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نل ليکه ١٨٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې ٩١٧ کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې تېريږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.