هرات (پژواک ٢٩ ورى ٩١): په هرات کې د وزلوبې دوديزې پنځه مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې او د لومړي، دويم او درېيم مقام لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.
دا سيالۍ د ١٣٩٠کال د ليندۍ د مياشتې له لومړۍ نېټې د ٢٠ ډلو په ګډون د هرات د وزلوبې په ميدان او د دغه ښار شمال لوري ته پيل شوې وې.
د هرات ورزشي امر عبدالقيوم جامي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اونيزو سياليو د پايلو له څېړلو وروسته له لومړي مقام څخه تر درېيم پورې ګډون کوونکې ډلې وټاکل شوې.
هغه وويل: ((د سلمان ډلې د نهو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړى، ناصري ډلې د شپږو امتيازونو په ګټلو سره دويم، د السادات، شيخ احمد او کهدستاني او ستاره ريز ټيمونو په ګډه په درې اميتازونو سره، درېيم مقام خپل کړ.))
جامي د دغو سياليو په لاره اچول له لويه سره ((د نظم او د وزلوبې سياليو د اصولو د رعايتولو)) له اړخه د تېر کال په پرتله ښې او د ستاينې وړ وبللې.
د هرات د ورزشي امر په وينا، د وزلوبې فدراسيون درې کاله وړاندې په رسمي ډول په دغه ولايت کې رامنځ ته شو او د هر کال په تېرېدو دا دودېزه لوبه د يو شمېر سوداګرو، سوداګريزو او صنعتي شرکتونو د پانګونې او سپوټ له امله د ودې په حال کې ده.
د هرات د وزلوبې د فدراسيون مشر او د سلمان ټيم مسوول حاجي کامران پژواک ته وويل، چې په اوسنۍ بڼه د وزلوبې د سياليو ترسره کول، په هرات کې يوه نوې تجربه ده.
هغه وويل: ((وزلوبه يوه دوديزه ملي لوبه ده، چې تر ډېره د هېواد په شمال کې ترسره کېږي، خو موږ پتېيلې ده، چې په هرات کې يې د پراختيا په خاطر بسنټيز کار وکړو.))
د هرات د فدراسيون مشر زياته کړه، چې په هرات کې په حرفوي توګه د وزلوبې د پراختيا په خاطر د هېواد له شمال ولايتونو څخه يو شمېرلوبډلو، چاپ اندازانو (د وزلوبې اس ځغلونکي) په دې لړ سياليو کې ګډون کړى و.
د حاجې کامران په وينا، په ١٣٩٠کال کې ٢٥ چاپ اندازان، چې ډېرى يې د فارياب او بلخ ولايتونو اوسېدونکي دي، د بېلابېلو ډلو له خوا وګومارل شول، څو د هرات اس ځغلونکو ته د وزلوبې حرفوي اصول ورزده کړي.
د هغه په وينا، په روان کال کې د تېر کال په پرتله دوه برابره کسان ګومارل شوي دي.
د هرات د وزلوبې د کمېسيون مشر وويل: ((هر چاپ انداز چې د يادو ګډون کوونکو ډلو له خوا ګومارل شوى دى، په دغه موسم کې چې پنځه مياشتو ته رسېږي، له څلور زرو ډالرو نه تر اتو زرو پورې تنخوا يې اخيستې ده.))
وزلوبه يوه سنتي او ډله ييزه لوبه ده، چې د افغانستان د ملي ورزش په توګه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو، په ځانګړې توګه په شمالي ولايتونو کې، ډېر شمېر مينه وال لري.
دا لوبه داسې ده، چې هر اس ځغلوونکى هڅه کوي، حلاله شوې اوزه يا خوسى ترلاسه کړي او تر ټاکلي هدف يې ورسوي.
اس ځغلوونکى بايد ذبحه شوى څاروى د سپرلۍ پر مهال له ځمکې پورته کړي او هڅه کوي تر ټاکلې ښکل شوې دايرې پورې يې ورسوي.