Language

د کونړ د مرورې ولسوال قاضي حبيب الرحمن د وري په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د يادې ولسوالۍ د پراختيايي او ټولنيزې شورا غړى سيد کمال له خپل کور څخه د ولسوالۍ بازار ته په لاره و، چې د ناپېژانده وسلوالو تر بريد لاندې راغى او ويې واژه.

د هغه په وينا، ياد قومي مشر لومړى د ناپېژانده کسانو له خوا له موټر نه ښکته کړاى شوى او وروسته په ډزو سره وژل شوى دى.

د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي اکرام ماموند پژواک اژانس ته وويل، چې حاجي سيدکمال يو خيرخواه سړى و او پخوا په سيمه کې د حزب اسلامي قوماندان و.

د ده په خبره، سيدکمال اوس د سيمې يو قومي مشر و او خپلو خلکو ته يې خدمت پر خدمت بوخت و.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.

د يادونې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د کونړ د سولې د ولايتي شورا د دفتر رييس هم د يو ځانمرګي بريد په ترڅ کې وژل شوى و.

 

Related Topics