جلال اباد (پژواک ٣٠ ورى ٩١): د ننګرهار د کرکټ منتخبې لوبډلې د ولايتي سياليو په ترڅ کې د غور ولايت لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د ختيځ زون د کرکټ بورډ مرستيال حاجي طاهر کامه وال د وري په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، دغه لوبې، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې، نن د ننګرهار لوبډلې وکړاى شول چې د غور لوبډلې ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړي.
د هغه په وينا، په دغې لوبه کې غور لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه او په ٤٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٢٢ منډې ترسره کړې.
نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار لوبډلې له خوا په توپ اچونه کې کامران درې، احمدشاه او نسيم قصاب دوه، دوه او باطن شاه يو لوبغاړى وسوځاوه.
د کرکټ بورډ مرستيال وويل، چې په ځواب کې د ننګرهار لوبډلې وکړاى شول، چې ياد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ٢٣ اور کې پوره او په دې سره يې د غور لوبډلې ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړه.
د ننګرهار له خوا په توپ وهنه کې نجيب تره کي ٥٤، احمدشاه ٢٥ او سليمان دولتزي ٢٠ منډې ترسره کړې.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د ننګرهار د کرکټ منتخبې لوبډلې زابل او بلخ ولايتونو لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP