Language

اته ملکي وګړي ټپيان شول

چاريکار (پژواک ٣١ ورى ٩١): په پروان ولايت کې د وسلوالو طالبانو په بريد او يوه ترافيکي پېښه کې اته ملکي وګړي ټپيان شول.

د پروان د امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بېکزاد په وينا، دغه برېد تېره شپه د دغه ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ پر ودانۍ وشو.

هغه وويل، چې وسلوالو طالبانو له څلورو خواوو د سياه ګرد د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ، چې په پايله کې يې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سرچينې وويل، لومړۍ څېړنې ښيي، چې بريد کوونکي له سيمې سره بلد نه وو او د سيمې خلک يې مجبوره کړي، څو په دغه بريد کې له هغوى سره مرسته وکړي.

بېکزاد وويل، چې وسلوالو د ولسوالۍ پر ودانۍ د راکټ او پيکا ډزې کړې، خو پر ودانۍ نه دي لګېدلې او دولتي ځواکونو ته هم زيان نه دى اوښتى.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي د دغه خبر په پخلي سره په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، کومو کسانو چې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد کړى، سيمه ييز طالبان نه دي او کېداى شي له پاکستان يا بل کوم هېواد نه راغلي وو.

صديقي داسې کوم اسناد، چې وښيي بريد کوونکي دې د پاکستان يا بل کوم هېواد اړوند وي، پژواک ته په ډاګه نه کړل، خو ويې ويل چې په دې برخه کې څېړنې پيل شوې دي.

همدارنګه سرچينې زياته کړه، چې د کشفي راپورونو له مخې، د قمچاق په کلي کې څه باندې ٧٠ نوي طالبان پيدا شوي دي.

د هغه په وينا، دغو کسانو د دې ولسوالۍ په سعيدان، قمچاق او اضغر سيمو کې فعاليتونه پيل کړي دي او ويل کېږي، چې شپږ يې پاکستانيان دي، خو په دې اړه يې زيات معلومات ورنه کړل.

د سياه ګرد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد منصور پژواک اژانس ته وويل: “په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو تګ راتګ زيات شوى دى.”

هغه له چارواکو وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي، څو له مخالفينو پاکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دولتي چارواکو د سياه ګرد ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د ١٣ امنيتي پوستو د جوړېدو او له طالبانو څخه د پاکولو لپاره د چاڼيزو عملياتو خبر ورکړى وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په سياه ګرد ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستې د دوى د کسانو په بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې پوستې ته هم زيان اوښتى او دوه پوليس په کې ټپيان شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې د ترافيکي پېښې له امله څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د پروان د ترافيکو مديريت د تنظيم امر محمد يونس پرديسي پژواک ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار د چاريکارو ښار په چيکل سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو سراچه موټر له بار وړونکي موټر سره جنګېدلى، چې په پايله کې يې د يوې ښځې په ګډون د سراچې څلورسپرلي ټپي شوي دي.

پرديسي زياته کړه، چې د ټپي شوې ښځې روغتيايي وضعيت ښه نه وو او په کابل کې ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوې ده.

Related Topics