Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کلات (پژواک٣١ورى٩١): افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پروسې مشر وايي چې په زابل ولايت کې له بهرنيانو، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لپاره لا ډېر کار ته اړتيا ده.

د دغې پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي دغه څرګندونې د وري په ٣١مه، زابل ته په خپل سفر کې له رسنيو سره په خبرو کې وکړې.

هغه چې د یو شمېر امنیتی چارواکو په ملتیا له زابل څخه لیدنه کوله، وویل چې د راتګ موخه یې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد لپاره د حالاتو څېړنه ده.

 اشرف غني احمدزي د زابل والي اشرف ناصري سره په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې د مسوولیتونو د لېږد بهیر یو ملي بهیر دی او حتماً به پلى کېږي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پروسې مشر زياته کړه، چې په زابل کې د امنيتي چارو د لېږد لپاره کوم څه ته چې اړتيا وه، تردې مهاله په سمه توګه نه دي ترسره شوي.

نوموړي په زابل کې د امنيت د ټينګښت لپاره له دولت سره د خلکو همکاري اړينه وبلله؛ خو ويې ويل، چې دولت ته هم په کار ده چې د خلکو باور ترلاسه کړي.

هغه وايي: ((په یوه هېواد کې د ثبات لپاره د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا ترڅنګ، ښې حکومتدارۍ، اقتصادي پرمختګ او ښه قضايي سیستم ته اړتیا شته او په یو شمېر ولایتونو کې په دغو برخو کې ستونزې شته.))

د زابل والي اشرف ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د زابل خلک په دې ویاړي چې امنیتي مسوولیت دې په تدریجي ډول له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه، دوى به هڅه وکړي چې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د بریالیتوب په موخه د زابل په دولتي ادارو کې ظرفیتونه لوړ، وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده، پرمختیايي پروژې پلې او امنیتی ځواکونه پياوړي کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.