Language

بريتانيا له ٢٠١٥ وروسته د افغان ځواکونو د تمويل لپاره هر کال ١١٠ ميليونه ډالره ورکوي

کابل ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): بريتانيا له ٢٠١٥ کال څخه وروسته د افغان ځواکونو د تمويل لپاره هر کال شاوخوا ١١٠ ميليونه امريکايي ډالره په پام کې لري.

 هغه خبرپاڼه چې نن (د وري ٣١مه) په کابل کې د بريتانيا سفارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې د بريتانيا د دفاع  او د بهرنيو چارو وزيرانو دا مالي ملاتړ، پرون د افغانستان لپاره د ناټو غړو هېوادونو د دفاع او باندينيو چارو وزيرانو په غونډه کې اعلان کړ.

 سرچينې زياته کړې ده، چې د بريتانيا دولت له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته ژمنه ده او د دې اوږدمهالې ژمنې يوه لويه برخه په افغانستان کې د امنيت لپاره ځانګړې شوې ده.

 په خبرپاڼه کې په ډاګه شوي دي، چې بريتانيا به د ٢٠١٥کال له جنورۍ مياشتې څخه وروسته، هر کال ٧٠ ميليونه پونډه، چې کابو ١١٠ ميليونه ډالره کېږي، د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل لپاره برابروي.

 سرچينې زياته کړې ده: ((د افغانستان د ملي اردو د افسرانو  له ملي اکاډمۍ نه ملاتړ او د رهبري نقش لوبول، چې د افغانستان راتلونکي د ملي اردو مشران به په کې روزل کېږي، زموږ له دې مرستې څخه جلا ده.))

 دا مهال د افغان امنيتي ځواکونو شمېر څه باندې ٣٥٠زره تنو ته رسېږي، چې د افغان امنيتي چارواکو په وينا، په دې خبرې روانې دي، چې له ٢٠١٥کال څخه وروسته د نړيوالې ټولنې مرستو ته په پام سره، د افغان ځواکونو شمېر ٢٣٠زرو تنو ته راټيټ شي.

 د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د افغان امنيتي ځواکونو کمښت به له ٢٠١٥کال څخه وروسته امنيتي وضعيت ته په کتو سره ترسره شي او که حالات ايجاب وکړي، نو د ځواکونو کمښت به په تدريجي ډول پرمخ ولاړ شي.

 تمه کېږي چې بهرني ځواکونه به له ٢٠١٤ زېږديز کال کې له افغانستان څخه ووځي، خو له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 په اعلاميه کې راغلي دي، چې بريتانيا همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې پر يوه اوږدمهاله پلان کار کوي، چې په افغانستان کې اقتصادي فرصتونو ته وده ورکول او د بنسټيزو خدمتونو ښه والى په کې شامل دى او مشري به يې د بريتانيا د نړيوالۍ پرمختيايي ادارې په غاړه وي.

 د سرچينې په وينا، بريتانيا به د دې ژمنې په اړه تفصيلات په راتلونکو مياشتو کې اعلان کړي.

 په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ((موږ د شيکاګو ناستې ته په تمه يو او د توکيو غونډې د امنيت په اړه دې ناستې ته سترګې په لار يو، دواړه غونډې به د پرمختيا په موضوع بحث وکړي او ډېره تمه کېږي، چې بريتانيا او د نړۍ ډېرى هېوادونه وکولاى شي، چې له ٢٠١٤کال څخه وروسته له افغانستان نه د ملاتړ خپلې ژورې ژمنې اعلان کړي.))

 اټکل کېږي چې د ناټو سرمشريزه غونډه، په راتلونکې زېږديزه مياشت کې د امريکا په شيکاګو ښار کې جوړه شي.

 بريتانيا له افغانستان سره يو عمده مرسته کوونکى هېواد دى، چې په افغانستان کې شاوخوا٩٥٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې مېشت دي.

 د يادونې وړ ده، چې له ٢٠٠١ کال نه راپدېخوا د دې هېواد څه باندې ٤٠٠ سرتېري د بېلابېلو پېښو له امله په افغانستان کې وژل شوي دي.