Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوبلن ګاز او سرو زرو بيې ټيټې شوې دي

کابل ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز او سرو زرو بيې لوېدلي، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.

د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يوه پلورنکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره پنجشنبې يې يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٠ خو نن يې په ٤٥ افغانۍ پلوري.

عبدالله په کابل ښار کې د هوا تودېدل او د سوداګرو له خوا کابل ته په زياته کچه د ګاز رالېږد د ګاز د بيې د لوېدو لامل بولي.

د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل کې د سرو زرو بيې هم لوېدلې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وايي، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ څخه ٢١٥٠ افغانيو او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٩٥٠ څخه ١٨٥٠ افغانيو ته لوېدلې ده.

ده وويل، چې په کابل کې د سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو له بيو سره تړلې دي.

د تايمني د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٣ افغانۍ او پټرول په ٦٥ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو رييس فضل الرحمن هم وايي، چې د لومړنيو خوارکي توکو بيې هم پر خپل حال پاتې دي.

دى وايي، نن د تېرې پنجشبنې په څېر د پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې د عمده پلور بيه ١٨٥٠ افغانۍ، د ٥٠ کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٨٠٠ افغانۍ او د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو بيه ٩٩٠ افغانۍ ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٥ کيلويي پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٧٠ افغانۍ ده.

خو د کابل ښار د بره کي په سيمه کې يو هټۍ وال نورالله وايي، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلو لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٩٠٠ افغانۍ او ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ١٩٥٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړه په ١١٥٠ افغانۍ، ٥ کيلويي پيپ سپين غر غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې د مشر محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٩٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پير بيه ٥٤٧ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٨٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پير بيه ٥٤٦ افغانۍ وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.