Language

هلمند کې چورلکه لوېدلې او ځانمرگې بريد هم شوى

لښکرګاه ( پژواک دغويي لومړۍ نټېه ٩١) : د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد او چورلکې د لوېدو له امله څلور پوليس او څلور بهرني سرتيري وژل شوي او اووه پوليس ټپيان دي.  

 د ګرمسير ولسوال محمد فهيم ګوربتي نن (د غويي په لومړۍ نېټه ) پژواك خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوى ځانمرګى بريد تېر ماښام د يادې ولسوالۍ د لګړۍ په بازار كې د پوليسو د ماموريت مخې ته شوى دى .

 دى وايي، چې په وژل شويو کسانو کې د پوليسو د ماموريت قوماندان نثار احمد هم شامل دى.

 دى وايي، چې په دې پېښه كې اوه پوليس ټپيان شوي او بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.  

 د هغه د څرګندونو له مخې، پوليسو د ماموريت مخې ته په يوه څپرۍ کې د ماښام ډوډۍ خوړه، چې يوتن پرې ځانمرګى بريد وکړ.

 د ګرمسير ولسوال وايي ، چې تېره شپه نهه بجې د امريکايي ځواکونو يوې چورلکې د خرابې هوا له امله هغه مهال سقوط وکړ، چې  ددې بريد د ټپيانو د لېږد په موخه لګړۍ ته روانه وه.

 دى وايي ، چې په دې پېښه كې څلور امريكايي سرتېري وژل شوي دي.

 يادې پېښې په لښكرګاه كې د امنيه قوماندانۍ چارواكي هم تاييدوي، خو وايي چې په اړه يې نور معلومات نه لري.

  ايساف د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ددوى يوه چورلکه د افغانستان په لويديځ کې رالوېدلې ده.

 خبرپاڼه زياتوي چې د چورلکې د لوېدو په سيمه کې امنيتي تدابير نيول شوى دى او د لوېدو د لامل په اړه پلټنې روانې دي.     

 وسلوال طالبان ، چې د ځانمرګي بريد مسووليت يې هم منلى ، وايي چې ياده چورلکه هم دوى راغورځولې ده.

 د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په يادو دواړو پېښو کې ګڼ شمېر كورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .