Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام(پژواک د غويي لومړۍ نېټه٩١):د لغمان د مرکز اړوند په چهاردهي سيمه کې نن سهار د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله يوتن مړ او څلور نور ټپيان شول.

د لغمان د ترافيکو مشر سمونيار عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پېښه نن سهار اته بجې د موټرو د ډېر سرعت او د چلوونکيو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوه.

دده په وينا، له دې موټرو څخه يو له لغمان څخه د ننګرهار مرکز جلال اباد او بل له جلال اباد څخه د لغمان مرکز مهترلام ته روان و او ټول سپاره کسان يې د لغمان اوسېدونکي دي.

د لغمان د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک ته وويل چې د پېښې څلور ټپيان او يو مړى وروړل شوي او د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.