لښکرګاه( پژواک دغويي لومړۍ نېټه ٩١) : د هلمند چارواکي د لسو وسلوالو طالبانو د وژلو دعوه کوي او وايي چې تېره شپه په نادعلي ولسوالۍ کې د کوکنارو د له منځه وړو د کمپاين لږ تر لږه ١٢ تراکتورونه سوځول شوي دي .
د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ملي اردو، پوليسو او بهرنيو ځواكونو په ګډه د دې ولايت د واشېر ولسوالۍ په کوشک سفېد، سرفولاد او بيارک کارېزونو په سيمو کې چاڼيز عمليات وکړل.
د ده په وينا،په عملياتو کې له وسلوالو مخالفينو سره نښتې هم وشوې، چې په ترڅ كې يې لس تنه د دولت وسلوال مخالفين ووژل شول .
دى وايي چې په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
هغه دا هم وويل چې په دې عملياتو کې د نشه يي توکيو يوه فابريکه هم ويجاړه شوې ده .
ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخي، تېره شپه د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې د كوكنارو د له منځه وړلو د کمپاين تراکتورونه سوځول شوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايې ، چې تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سيمه كې د كوكنارو كمپاين تر سره كولو پرمهال د دولت له وسلوالو مخالفينو سره جګړه وشوه .
احمدي وايې،چې تر جګړې وروسته د ملي اردو پوستې ته څېرمه د ياد شوي کمپاين تراکتورونه ودرول شول.
دى وايي ، راپور يې ترلاسه کړى، چې تېره شپه شاوخوا ١٧ ياد شوي تراکتورونه سوځول شوي دي .
د هغه په وينا، تر اوسه نه ده معلومه ، چې تراکتورونه چا او څنګه سوځولي ، خو سيمې ته د پلټنو لپاره پلاوى تللى دى .
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام بيا وايي چې په دې پېښه کې ٤ تراکتورونه په بشپړ ډول سوځول شوي او ٨ نور زيانمن شوي دي .
هغه وويل چې د تراكتورانو ساتونكيو ته زيان نه دى اوښتى .
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي ، چې په ياده سيمه کې د دوى کسانو ٣٠ تراکتورونه سوځولي دي .