لښکرګاه (پژواک ٢ غويى ٩١): امنيتي چارواكي وايي، چې په تېره وري مياشت کې ٣٢٤ وسلوالو طالبانو، پوليسو او ملکي وګړو ته په بېلابېلو امنيتي پېښو كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې نن (د غويي ٢مه) د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام په لښکرګاه کې يوې خبري ناستې ته وكړې.
د هغه په وينا، د تېرې يوې مياشتې په موده کې د پوليسو او ګډو ځواکونو د ۱۳ عملياتو او كمينونو په ترڅ كې ۸۰ وسلوال طالبان وژل شوي، درې ټپيان او۲۶ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېره مياشت كې د وسلوالو طالبانو له خوا درې ځانمرګي بريدونه، ۳۱ وسلوال بريدونه او ۴۰ د ماين چاودنې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې له امله يې ۲۸ پوليس وژل شوي او ۴۳ نور ټپيان شوي دي.
الهام وويل، چې د وسلوالو طالبانو له خوا په ترسره شوو بريدونو او د ماين په چاودنو كې ۴۰ ملكي وګړي هم وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، د دوى له خوا د عملياتو او كمينونو په ترڅ كې ۱۳۰ ماينونه كشف شوي، ۵۵ ميله سپکې او درنې وسلې، ۲۷ لاسي بمونه، پنځه مخابرې او ۶۲۰ كيلوګرامه ترياك هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
نوموړى دغه راز وايي، چې يواځې په تېره مياشت كې ۲۹زره جريبه كوكنار اړول شوي، چې اوس هم د كوكنارو اړولو په موخه كمپاين دوام لري.
قوماندان زياته كړه: ((وسلوال غواړي چې د هوا په ګرمېدو سره خپل بريدونو او د دولت ضد فعاليتونه ډېر کړي، خو په مقابل كې يې پوليسو او ټولو امنيتي ځواكونو چمتوالى نيولى دى.))
الهام وايي، چې د ښه امنيت او د كوكنارو اړولو د كمپاين پر وړاندې د خنډونو د لرې كولو په موخه يې د نادعلي او مارجې ولسواليو په يو شمېر سيمو كې چاڼيز عمليات هم پيل كړي دي.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي كه څه هم خپل لوري ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره نه ردوي، خو په دومره شمېر يې نه مني او ادعا کوي، چې په تېره مياشت كې يې ۵۰ بهرني او ١٠٠ كورني سرتېري په بېلابېلو امنيتي پېښو كې وژلي دي.