کابل ښار (پژواک ٢ ورى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د مساپر وړونکې الوتکې د نسکورېدو په خاطر، چې ټولې ١٢٧ سپرلۍ يې ووژل شوې، خپل د خواخوږۍ مراتب پاکستاني ولس ته څرګند کړل.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، دا مساپر وړونکې الوتکه پرون د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه اسلام اباد کې د کېناستو پرمهال د ناسمې هوا له امله په کرنيزو ځمکو کې راولوېده، چې په وژل شوو کسانو کې ١١ ماشومان، زوم او ناوې هم شامل دي.
هغه خبرپاڼه چې د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري نن (د غويي ٢مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، ليکلي يې دي چې ولسمشر کرزى د دې پېښې په اړه سخت خواشينى شوى دى.
نوموړي د افغان ولس په استازيتوب، خپل د خواخوږۍ او ډاډينې مراتب د پاکستان ولس او د وژل شوو کسانو کورنيو ته وړاندې کړل او د الله تعالى له دربار څخه يې د قربانيانو کورنيو ته د زغم او حوصلې غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP