Language

چاودنې يو ماشوم وواژه

چاريکار (پژواک ٢ غويى ٩١): د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې په چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپيان شول او د يوې نجلۍ مړى هم په چاريکارو ښار کې ترلاسه شوى دى.

 د سالنګ امنيه قوماندان سمونيار ګل اقا سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه (د غويي دوهمه) د دې ولسوالۍ په ناوچ سيمه کې د يوې سرګلولې په چاودنه کې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .

 د هغه په وينا، دغه ماشومان له ١٠ تر ١٢ کلونو عمر لري او سرګلوله يې هغه مهال پيدا کړه، چې څاروي يې څرول.

 سالنګي زياته کړه، کله چې ماشومانو له دې سرګلولې سره لوبې کولې، پرې وچاودله، چې په پايله کې يې يو تن ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

 سرچينې زياته کړه، د دې پېښې ټپيان له دې امله چې ټپونه يې ژور وو، د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د دې ماشوم د تره زوى امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغوى خپل څاروي څرولو ته بېولي وو.

 د يوه بل خبر له مخې، د پروان ولايت امنيتي چارواکو د چاريکارو ښار په يوه وياله کې د يوې نجلۍ مړى موندلى دى.

 د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالحنان کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مړى نن له غرمې وروسته د سيمې د خلکو په همکارۍ د چاريکارو ښار په درېيمه ناحيه کې د بابه خېل په سيمه کې وموندل شو.

 هغه وويل چې مړى د څېړنو لپاره د ولايت روغتيايي چارواکو ته سپارل شوى دى.

 د کوهستاني په وينا، دغه نجلۍ څلور مياشتې مخکې بې درکه شوې وه او تراوسه يې د وژنې لامل معلوم نه دى.

 د بابه خېل سيمې يوه اوسېدونکي جواد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مړى يې په يوه وياله کې وليده او موضوع يې له پوليسو سره شريکه کړه.

 هغه زياته کړه: “پوليسو دغه مړى له ويالې نه راووېست او قوماندانۍ ته يې يووړ.”