کابل (پژواک ٣ غويى ٩١): په افغانستان کې د ٣٣ خصوصي او دولتي پوهنتونونو د محصلينو ترمنځ يوه سيالي پيل شوه، چې له مخې به يې هغو اتو ممتازو محصلينو ته جايزې ورکړل شي چې د موبايل له لارې د پيسو د لېږد نوې طرحه وړاندې کړي.
دغه سيالي په افغانستان کې د موبايل له لارې د پيسو د لېږد د فعالينو اتحاديې او په هېواد کې د څلورو مخابراتي شبکو له خوا د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په همکارۍ، دوه ورځې وړاندې پيل شوې او تر يوې مياشتې به دوام ولري.
په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې مرستيال جيفري ډبليو ايشلي (Jeffrey W. Ashley)، په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې د افغان-امريکايي پوهنتون په انګړ کې د دې سيالۍ د رسمي پيل په مناسبت جوړه شوې وه، وويل چې سيالي به د ١٨ ولايتونو د ٣٣ خصوصي او دولتي پوهنتونونو ترمنځ ترسره شي.
د ايشلي په وينا، د دې سيالۍ موخه د موبايل له لارې د پيسو لېږد په برخه کې د پروګرامونو طرحه کولو ته د وړتيا لرونکو محصلينو هڅول دي.
ده وويل چې د دې سيالۍ اتو هغو ممتازو محصلينو ته به ٢٥٠زره افغانۍ نغدي جايزه ورکړل شي، چې د موبايل له لارې د پيسو د لېږد داسې نوې خلاقه مفکوره وړاندې کړي، چې په سوداګرۍ او يا هم ټولنيزو ژوند پورې تړاو ولري او د پيسو په لېږد کې اسانتيا او روڼوالى زيات کړي.
د ده په وينا، د ممتازو محصلينو اړوندو پوهنتونونو ته به د څلورو مخابراتي شبکو له خوا پنځه لپټاپ کمپوټرونه له يوه کال وړيا انټرنټ سره هم ورکړل شي.
په دې مراسمو کې د څلورو مخابراتي شبکو استازو، په افغانستان کې د موبايل له لارې د پيسو د لېږد د فعاليتونو د اتحاديې او د لوړو زده کړو وزارت مسوولينو هم ګډون درلود.
څه موده وړاندې د برېښنا شرکت د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې د برېښنا لګښت د پيسو تحويلولو تړون له اتصالاتو مخابراتي شرکت سره لاسليک کړ.
تېر کال په ليندۍ مياشت کې د (ام ټي ان) له خصوصي مخابراتي شرکت د امريکا متحده ايالتونو نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) مالي مرسته وکړه، ترڅو دغه شرکت د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې د پيسو د حوالې سيسټم فعال کړي.
د يادولو وړ ده، چې د (روشن) خصوصي مخابراتي شرکت مخکې د (ام پيسه) په نوم دغه سيستم فعال کړى او د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه شرکت په ازمايښتي ډول د ٣٣٦ پوليسو تنخواګانې له دې لارې حواله کوي.