لښکرګاه (پژواک ٤ غويى ٩١): په کابل کې د انګلستان سفير وايي چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ څخه وروسته په افغانستان او په ځانګړې توګه په هلمند ولايت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په کابل کې د انګلستان سفير ريچارډ سټګ (Sir Richard Stagg)، د افغانستان او پاكستان لپاره د انګلستان ځانګړي استازي مارك سيډويل او د دې هېواد د لومړي وزير د امنيت د شورا سلاکار كيم ډارويچ نن هلمند ته سفر وکړ.
سټګ، د هلمند له والي محمدګلاب منګل سره له ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل، چې انګلستان به د ٢٠١٥ کال له جنورۍ څخه وروسته، هر کال ٧٠ ميليونه پونډه، چې کابو ١١٠ ميليونه ډالره کېږي، د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل لپاره ورکوي.
د انګلستان سفير، اوس مهال د افغان ځواكونو مورال ښه وباله او زياته يې کړه، چې افغان ځواكونو د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته هم د افغانستان امنيت ساتلى شي.
د هلمند والي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، دې ولايت ته د راغلي پلاوي موخه له خپلو سرتېرو او ځايي چارواكو سره ليدنه او پر ځينو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وې.
هغه وايي، د ياد سفير له خوا ورسره ژمنه شوې چې د لېږد تر پروسې وروسته به هم د بريتانيا له خوا ورسره په بېلابېلو برخو كې مرسته وشي، چې ډېره برخه به يې د پوځ په جوړولو كې وي.
بريتانيا له افغانستان سره يو عمده مرسته کوونکى هېواد دى، چې په افغانستان کې شاوخوا٩٥٠٠ سرتېري لري او ډېرى يې په هلمند کې مېشت دي.
د يادونې وړ ده، چې له ٢٠٠١ کال راپدېخوا د دې هېواد څه باندې ٤٠٠ پوځيان د بېلابېلو پېښو له امله په افغانستان کې وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP