مزارشريف (پژواك ٤ غويى ٩١): د بلخ مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې شاوخوا ٦٠زره تنه په نشه يي توکو روږدي دي او بنسټيز لامل يې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستانه شوي په نشو روږدي ځوانان ښيي.
پر نشو د روږدو كسانو كورنۍ هم خپلو ځوانانو ته په اندېښنه كې دي او له دولت څخه غوښتنه كوي، چې د هغوى د درملنې په برخه كې جدي ګامونه واخلي.
په بلخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالرحيم اوغلې د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ۶۰ زره تنو ته رسېدلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دغه شمېر په ۲۰۰۵ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا په شوې سروې کې ۴۰زره تنه و.
اوغلې زياته کړه، چې په دغو کسانو کې په ترياکو، هيرويينو، مورفينو، سګرېتو او شرابو روږدي شامل دي.
نوموړي په بلخ کې د روږدو کسانو د زياتېدنې يو لامل په شمال زون کې د دغه ولايت مرکزيت وباله او زياته يې کړه، چې له ډېرو نورو ولايتونو څخه دغه ډول کسان ورته راځي.
د هغه په وينا، د يادو کسانو زياته برخه په ايران او پاکستان کې د مزدورۍ پر مهال په نشه يي توكو روږدي شوي دي.
اوغلې وويل، چې له دغو هېوادونو څخه راستانه شوي افغانان خپلو نشو ته دوام ورکوي او له ځان سره نور افغانان هم روږدي کوي.
نوموړي زياته کړه، چې که حکومت د افغانانو لپاره د کار زمينه برابره نه کړي، نو د روږدو په شمېر کې به لا زياتوالی راشي او حکومت به له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
په بلخ ولايت كې د روږدو د درملنې د اسانتياوو لږوالى هم د دغو كسانو د شمېر د زياتېدو لامل ګڼل كېږي.
د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې رييس وويل، چې په بلخ کې د روږدو د درملنې يواځې درې روغتيايي مرکزونه شته، چې له ياد شمېر روږدو کسانو د يوې سلنې درملنې وس لري.
نوموړي زياته كړه: ((د مزارشريف شل بستريز روغتون، د شهامت ۳۵ بستريز روغتون او په شورتېپه ولسوالۍ کې ۱۰ بستريز کلينيک د روږدو په درملنه بوخت دي، چې په هېڅ ډول بسنه نه ورته کوي.))
اوغلي له دولت څخه هيله وکړه، چې د روږدو د درملنې لپاره دې زيات روغتيايي خدمتونه برابر کړي.
د بلخ د روږدو كسانو د روغتون مسولين وايي، چې له تېرو پنځو كلونو په دغه ولايت كې په وړيا توګه په نشه يي توکو د اخته وو درملنه كوي.
د دغه ولايت د ملكي روغتون د روږدو كسانو د شل بستريز روغتون مشر ډاکټر مهرالدين پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې هم د هېواد د نورو څنډو په څېر د روږدو كسانو د شمېر زياتوالى له ګاونډيو هېوادونو څخه راستانه شوي افغانان دي.
نوموړي زياته كړه، چې زيات شمېر ځوانان، چې ايران او پاكستان ته د مزدورۍ او نورو لاملونو له امله سفرونه كوي؛ نو بېرته په نشو روږدي راستنېږي.
همداراز د بلخ په ځينو سيمو كې ترياك د ډېر كار كولو لپاره د انرژۍ په توګه هم كارول كېږي، چې ډېرې کارېدنې له امله يې ښځې او ماشومان په نشو روږدي كېږي.
ډاکټر مهرالدين وويل، چې په تېرو پنځو كلونو كې له دوى سره ۴۲۹۱ تنه، چې ښځې، سړي او ماشومان دي، د درملنې په موخه ثبت شوي او له دې ډلې ۲۹۸۸ يې روغ شوي دي.
ډاکټر مهرالدين زياته كړه، چې په ياده موده كې يې نږدې ۱۰۰زره تنه د خپلو سيمه ييزو هڅو له لارې د نشه يي توكو پر زيان پوه كړي دي.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت كې پر ياد روغتون سربېره يو ۳۵ بستريز او يو لس بستريز روغتونونه هم كار كوي؛ خو بيا هم د دغه ولايت د روږدو كسانو د درملنې لپاره بسنه نه كوي.
د ملكي روغتون د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر وويل: ((په بلخ ولايت كې شته روغتونونه د يو سلنه روږدو كسانو درملنې ته هم نه رسېږي.))
د مزارشريف ښار په بېلابېلو واټونو كې د روږدو كسانو د بې بندوباره ګرځېدنو هم اندېښنې پيدا كړې دي.
د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې په سيمه كې سبزي پلورنكي ميا احمدشاه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ده د هټۍ په كوڅه كې زيات شمېر په نشه اخته كسان په بد حال كې ناست وي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه كسان د ورځې په اوږدو كې د ښار په بېلابېلو برخو كې د سوال له لارې يو څه پيسې پيدا كوي او بيا پرې نشه يې توکي پېري.
د هغه په وينا، په ښار كې د ورته كسانو شتون په نورو عامو خلكو بده اغېزه كوي او د زلميانو د بې لارۍ لامل كېداى شي.
خو د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، چې په مزارشريف ښار كې په لسګونو روږدي كسان، چې د كورنيو او وارثينو معلومات يې نشته، دوى يې په اړه موسومي مرستندويه كړنې ترسره كوي.
د دغه رياست د ټولنيزو چارو د څانګې امرې راکعې احمدي پژواک ته وويل، چې د تېر ژمي په ترڅ كې يې له ښار څخه دوه سوه روږدي کسان ټول کړي وو او د دغه ښار د مميز پاکۍ په ګودام کې يې را غونډ کړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه کار يې د ښار د پاکوالي او د روږدو د درملنې لپاره کړی دی.
د هغې په وينا، د دغه رياست له خوا يادو کسانو ته جامې برابرې کړاى شوې او هره ورځ يوه يوه ډوډۍ هم ورکوي.
راكعې احمدي وويل، چې په دغه ولايت کې د تېر ژمي له امله څه باندې لس تنه روږدي مړه شوي هم دي.
نوموړې اندېښنه وښوده، چې په را روان دوبي كې هم د دې شونتيا شته، چې د ګرمې هوا له امله هم زيات شمېر هغه روږدي كسان، چې د ښار په واټونو كې پراته وي، ژوند له لاسه وركړي.
دغه كسان د خلكو د مهربانۍ او د هغوى له خوا له دوى سره د نغدې مرستې د پخلي ترڅنګ وايي، چې د سمې درمنلې غم يې څوك نه خوري.
د مزارشريف ښار په مميز پاکۍ ګودام کې روږدي کسان د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا د ځای او ژمنيو جامو وېشنه مني خو وايي، چې درملنه يې څوک نه کوي.
۲۵ کلن فيروز، چې د مميز پاکۍ په ګودام کې له څو نورو سره د ترياکو په څکلو بوخت و، پژواک ته وويل، چې هېچا روغتون ته د درملنې لپاره نه دی بيولی.
نوموړي زياته کړه: ((ايران ته تللی وم، هلته مې د ارباب له زوی سره لږ لږ ترياک څکول بيا راغلم افغانستان ته او اوس دلته مې له ملګرو سره کله کله نشه کوم.))
د هغه په وينا، شپه او ورځ همدلته وي او کورنۍ يې بې سرنوشته شوې ده.
فيروز وويل، چې که حکومت ورته په روغتون کې درملنه برابره کړي؛ نو خامخا به ورځي.
د روږدو كسانو كورنۍ هم له دولت څخه هيله كوي، چې په نشې د اخته کسانو د درملنې جدي هڅې دې پيل كړي او هغه ټولې لارې دې پرې بندې كړي، چې ځوان پرې تر نشو رسېږي.
د بلخ د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونكي خداى بېردي پژواك ته وويل، چې ۲۴ كلن زوى يې له تېرو څلورو كلونو د پوډرو په نشه روږدى شوى دى.
نوموړي زياته كړه، چې زوى يې پنځه كاله مخكې ايران ته د مزدورۍ لپاره تللى و او له يو كال تېرولو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
خداى بېردي وويل: ((زوى چې مې له كوره ووت، سم دم سړى و، خو چې بېرته راغى نو رنګ يې الوتى و، زما پرې شك راغى اخر خبر شوم، چې پوډر څكوي.))
نوموړي زياته كړه، چې اوس دولت په مزار ښار كې په يو ګودام كې له نورو نشه يانو سره بندي كړى او وايي، چې درملنه يې كوي.
د هغه په وينا، دوى پرې ډېر وس وكړ، خو زور يې پرې نه رسېږي، له دولت څخه هيله كوي، چې د زوى د درملنې په برخه كې مرسته ورسره وكړي.
د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا يو ميليون کسان په بېلابېل ډول نشه يې توکو روږدي دي او يواځې په سلو کې د يوه د درملنې امکانات د حکومت په واک کې دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، هڅه کېږي چې په نشه يې توکو د روږدو د درملنې کچه په راتلونکو کلونو کې په سلو کې څلوېښت ته لوړه شي.