Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نهه هېوادونه د افغانستان لرغوني اثار نندارې ته وړاندې کول غواړي

کابل (پژواک ٥ غويى٩١): په تېرو شاوخوا شپږو کلونو کې د افغانستان يو شمېر لرغوني اثار د نړۍ په ٧ هېوادونو کې نندارې ته اېښودل شوي او ٩ نورو هېوادونو هم غوښتي چې دغه اثار نندارې ته وړاندې کړي.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موزيمونو رياست او په کابل کې د ملي موزيم مشر عمراخان مسعودي د غويي په پنځمه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، په دې ٢٣١ قلمه لرغونو اثارو کې چې ١٤٤١ ټوټې کېږي، مجسمې او له سرو زرو، وسپنې، برنزو او قېمتي ډبرو جوړ شوي زينتي توکي او زېورات شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه لرغوني اثار د افغانستان د باختر ګنجينې، آى خانم، بګرام او د بلخ د فلول غونډۍ له حوزو څخه ترلاسه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د  تخار د اى خانم حوزې توکي له ميلاد څخه مخکې پر دويمې او درېيمې پېړۍ، د باختر ګنجينې حوزې توکي له ميلاد څخه مخکې پر لومړۍ پېړۍ، د بګرام حوزې توکي پر دويمې ميلادي پېړۍ پورې اړه لري او د فلول غونډۍ د حوزې ترلاسه شوي لرغوني اثار شاوخوا ٤٥٠٠ کاله مخينه لري.

هغه وويل چې دغه اثار  لومړى په ١٣٨٥ کال کې د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت او فرانسې ترمنځ د يوې هوکړې له مخې، د څلور و مياشتو لپاره په فرانسه کې نندارې ته کېښودل شول.

دغه راز ده وويل، چې دغه اثار  په تېرو شاوخوا شپږو کلونو کې تر فرانسې وروسته په ايټاليا، امريکا، انګلستان، المان، هالنډ او سويډن کې هم نندارې ته وړاندې شول.

مسعودي وايي، چې دا مهال ياد شوي لرغونې اثار په ناروې کې دي او ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال د مې مياشتې په ١٤مه، په دې هېواد کې نندارې ته وړاندې شي.

هغه په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارې ته د اېښودلو په اړه وويل: ((له يوې خوا مو فرهنګ او هنر نړيوالو ته ورپېژندل کېږي، له بلې خوا لرغوني اثار په خپل ځانګړي وخت ترميم کېږي او ساتنه يې کېږي او له بلې خوا يې يوه اندازه عوايد د دولت خزانې ته راځي.))

د ده د معلوماتو له مخې، تراوسه په تېره ياده موده کې د دې اثارو د نندارې له لارې له لګښتونو پرته ١٥٠ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى دى.

هغه وويل چې د دوى د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په يادو هېوادونو کې د افغانستان له لرغونو اثارو څخه ١،٥ ميليونه وګړو ليدنه کړې ده.

دغه راز سرچينه زياتوي چې استراليا، نيوزلنډ، ډنمارک، هسپانيې، سويټزرلنډ، روسيې، سوېلي کوريا او جاپان هم په رسمي توګه د افغانستان له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتي، چې دغه لرغوني اثار په يادو هېوادونو کې هم نندارې ته کېښودل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تورېزم مرستيال غلام نبي فراهي هم، نن په يوه غونډه کې وويل چې يو شمېر هېوادونو لېوالتيا ښودلې، چې دغه اثار نندارې ته وړاندې کړي.

ياده غونډه په دې موخه جوړه شوې وه، چې د افغانستان د سياحتي او زيارتي شرکتونو سرتاسري ټولنه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې تر چوکاټ لاندې راغله.

دې ټولنې شپږ کال مخکې په کار پېل کړى او دا مهال يې شاوخوا ٤٠٠ شرکتونه غړيتوب لري.

فراهي وويل چې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارې ته اېښودل، نه يواځې د افغانستان فرهنګ او تاريخ نړيوالو ته ورپېژني، بلکې له لارې يې د اثارو د ساتنې ترڅنګ عوايد هم ترلاسه کېږي.

  فراهي وويل، افغانستان داسې سيمې هم  لري چې د نړۍ ګڼ شمېر وګړي يې د ليدلو هيله لري.

ده د سياحتي او زيارتي خدمتونو له وړاندې کوونکو شرکتونو څخه وغوښتل، چې خپل فعاليتونه په نړيوالو معيارونو برابر او د چوپړ د کيفيت کچه يې لوړه کړي، ترڅو هېواد ته د بهرنيو ګرځندويانو راتګ زيات شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.