Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په نورستان کې يوه ډله طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

جلال اباد (پژواک ٥ غويى ٩١): د نورستان چارواکي وايي چې د طالبانو يو قوماندان له ١٦ ملګرو سره په وايګل ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شوى دى.

د نورستان والي تميم نورستاني د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې اداره يې له يوځاى شوي طالب قوماندان قاري يعقوب څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د نورستان په ټولو ولسواليو کې يې هڅې پيل کړي، چې وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شي.

په نورستان کې د سولې شورا رييس حاجي عبدالعليم پژواک اژانس ته وويل، چې د شورا د کړنلارې له مخې تمه لري، چې وسلوال له جګړې لاس واخلي.

د نوموړي په وينا، د سولې له بهير سره يوځاى شويو طالبانو د يوه راکټ په ګډون خپله دولس ميله وسله هم سپارلې ده.

د نورستان د سولې شورا اتلس ورځې وړاندې په کار پيل کړى او دا لومړى ځل دى، چې په دغه ولايت کې يوه وسلواله ډله د سولې له بهير سره يوځاى کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.