ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او سعودي د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کوي

افغانستان او سعودي د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کوي

author avatar
25 Apr 2012 - 17:55
افغانستان او سعودي د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کوي
author avatar
25 Apr 2012 - 17:55

کابل (پژواک ٦ غويى ٩١): په پام کې ده چې د افغانستان او سعودي عربـستان ترمنځ د ټولنيزو او اقتصادي هراړخيزو همکاريو هوکړه ليک په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي.

دغه څرګندونې په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير سيد احمد عمرخېل، نن (د غويي ٦مه) پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وويل، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ډېر زيات تاريخي مشترکات او اړيکې شته، چې بايد ډېرې لوړې کچې ته رسېدلې واى؛ خو دغه اړيکې په هغه کچه نه دي چې ورته تمه کېږي.

سرچينې زياته کړه، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ټولنيزو او اقتصادي همکاريو هوکړه ليک نهه مادې لري او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا يې قانوني پړاوونه سرته رسېدلي او په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ لاسليک شي.

عمرخېل وويل، چې ياد هوکړه ليک ستراتيژيک تړون نه، بلکې د (عمومي همکاريو توافقنامه)  ده چې اقتصادي وده، سوداګري، پانګونه، ټکنالوژي، ښوونه او روزنه، روغتيا، ګرځندويي، فرهنګ، لوبې او ځينې نورې اړوندې برخې په کې شاملې دي.

هغه زياته کړه: ((محمد ظاهرشاه د سعودي له بنسټ اېښودونکي ملک عبدالعزيز سره په ١٩٣٢ زېږديز کال کې په جده ښار کې ليدنه وکړه او هماغه وخت يې ورسره د دوستي لوظنامه (هوکړه ليک) لاسليک کړه؛ خو تر نن پورې چې پوره اتيا کاله پرې تېرېږي، نور هېڅ ډول هوکړه ليک نه دى لاسليک شوى.))

عمرخېل وويل، په رياض کې د افغانستان سفارت وتوانېد چې د سعودي عربستان د چارواکو قناعت ترلاسه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د ويانا د تړون په رڼا کې پراخې کړي.

د روان زېږديز کال د جنوري په ٣٠ مه، د سعودي عربستان کابينې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير ته دنده وسپارله، چې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو د همکاريو د يوې موافقتنامې په اړه خبرې وکړي.

عمرخېل زياته کړه، چې د سعودي او افغانستان ترمنځ کېدونکې هوکړه ځانګړې اهميت لري، ځکه چې  دغه هېواد پياوړى اقتصاد لري.

هغه زياته کړه: ((سعودي د کانونو او معدني توکو د پلټنو په برخه کې ستره تجربه لري او د کرنې په برخه کې د سعودي د پانګونو روښانه بېلګې په پاکستان، هند او سوډان کې ليدل کېږي او افغانستان په يادو برخو کې د پانګونې ډېر فرصتونه لري.))

 افغان حکومت تراوسه له فرانسې سره د (دوستۍ او همکارۍ معاهده)، له ايټاليا سره د (د همکاريو او دوه اړخيز مشارکت موافقتنامه)، له انګلستان سره د شلو کلونو لپاره د (دوامداره ستراتيژيکو اړيکو سند) او له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړى دى.

ټاکل شوې ده، چې د امريکا له متحده ايالتونو سره هم دغه ډول تړون په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي.

سعودي عربستان له افغانستان سره له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دى، چې د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې سعودي له افغانستان سره عملاً ١٠٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده؛ خو په ټوله کې يې له افغانستان د ٢٦٨ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.