Language

جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩١): د پاکستان د خيبر پښتونخوا له ټل سيمې څخه ننګرهار ولايت ته راستانه شوي کډوال وايي، چې پاکستاني طالبانو يې د راتلو مخه نيوله او د دوى زامن يې وژلي دي.

دغه څرګندونې له ټل سيمې څخه تازه راستانه شوو کډوالو د غويي په ٦مه د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وکړې.

٤٨ کورنيز د کډوالو دغه کاروان تېره شپه له ټل څخه مومندرې ولسوالۍ ته رارسېدلى دى.

د پچيراګام ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ملک انور زاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وړمه ورځ يې د پاکستان له ټل څخه خپله کډه را بار کړې وه، چې مخ پټي وسلوال يې کور ته ورغلل، د ده او ټولو کليوالو بار لارۍ يې په دې ګواښ چې ((افغانستان ته مه ځئ هلته کافران دي.)) بېرته خالي کړې.

هغه زياته کړه: ((وسلوالو زما شل کلن زوى، چې په هلمند کې يې له ملي اردو سره عسکري کوله، پر ډزو وواژه.))

دغه قومي مشر وويل، چې د لارۍ له خالي کولو وروسته پاکستاني حکومت ته عارض شو او د پوليسو د يوه کاروان په بدرګه د دوى اته څلوېښت کډې تېر ماښام د خيبر ايجنسۍ تر کارخانو پورې را ورسول شوې.

ملک انور وايي: ((نا پېژانده خلکو، چې وزيرستانۍ پښتو يې ويله، وګواښلم چې ته په لوى لاس کډوال تشويقوي چې افغانستان ته ولاړ شي، د کرزي د حکومت او خارجيانو عسکري وکړي.))

يو بل راستانه شوي کډوال ملک جميل پژواک ته وويل، وړمه ورځ په کوهاټ کې پاکستاني پوليسو له موټره ښکته کړ، لومړى يې ورته مهاجرکارت څېري کړ او د ستغو سپورو په ويلو سره يې ترې بډې هم واخيستې.

د کوهاټ د ګهمکول د درېيم نمبر کيمپ اوسېدونکي محمدعظيم وويل، چې پاکستاني پوليسو له کومې ګناه پرته پر ده د جنورۍ ټوله مياشت په زندان کې تېره کړه.

نوموړي زياته کړه: ((ګناه مې دا وه، چې په کوهاټ تونل پېښور ته تللم.))

عظيم وويل، چې په کوهاټ کې يې دوکانداري کوله، نوره يې نه شواى زغملى چې پاکستاني پوليس دې څپېړې ورکړي او پاکستانى ولس دې پيغورونه ورکړي.

د نوموړي په وينا، تورخم ته په رسېدو يې دوه کوچني ماشومان له ډېرې خوښۍ څخه په ژړا شول او پر يو بل يې زيري وکړل، چې خپل وطن ته راغلو.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، چې په پېښور کونسلګرۍ کې د افغان مهاجرينو رياست خبر ورکړى، چې له ټل څخه يو سل او پنځوس کورنۍ هېواد ته ستنيږي.

هغه زياته کړه، چې په لومړۍ جوپه کې اته څلوېښت کورنۍ د مومند درې د راستنو شوو مرکز ته رسېدلې او دوى ورسره بېړنۍ مرستې ترسره کړې دي.

د کډوالو چارو رييس فقيرزي وويل، چې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره بشپړ چمتووالى لري.

نوموړي زياته کړه، چې د راستنو شوو کورنيو له هر غړي سره يې يو سل او پنځوس ډالره مرسته وکړه.

د فقيرزي په وينا، هغو راستنو شوو ته چې د کور ځمکه ولري، دوه خونې او يو دهليز جوړوي، خو هغه خلکو ته به د استوګنو نومرې ورکړي، چې د اوسېدو ځاى نه لري.

له ټل څخه ننګرهار ته افغان کډوال داسې مهال راستنيږي، چې د خيبر پښتونخوا حکومت په افغان کډوالو بنديز لګولى، چې د موټرو او کورونو پلور او پېر نه شي کولاى.

بايد وويل شي، چې د يکشنبې په ورځ پاکستاني دولت اعلان وکړ، چې هڅه کوي د ٢٠١٢ کال تر پايه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.