Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٦ غويى ٩١): که پاکستان د اپټا تړون بشپړ عملي نه کړي، د تېر کال په څېر به د افغانستان تازه مېوې په داخل کې په کمه بيه خرڅې يا به له منځه ولاړې شي او بزګر به له ستر زيان سره مخ شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي د غويي په ٦مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ پخوانى تړون شاوخوا ٤٥ کاله مخکې لاسليک شوى و، خو ياد تړون د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو کچې ته په پام سره له اوسنيو شرايطو سره برابر نه و.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز او ترانزيټي اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه په ١٣٨٩ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوى ترانزيټي سوداګريز تړون (اپټا) لاسليک شو، خو د پاکستان له خوا د بېمې او ځينو نورو شرايطو د وړاندې کېدو له امله تر اوسه پورې نه دى عملي شوى.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړى مرستيال وايي، چې په تېرو کلونو کې د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، د هېواد د تازه مېوې صادرات٨٠ سلنه پاکستان او د پاکستان له لارې هندوستان ته شوي دي.

خو الکوزى زياتوي، چې په تېرو کلونو کې د تازه مېوې يوه زياته برخه، له دې امله چې د تړون په پلي کولو او د پاکستان بندرونو ته د افغان سوداګرو د موټرو په تګ راتګ کې ستونزې موجودې دي، له منځه تللې او سوداګر يې له زيان سره مخ کړي دي.

هغه وويل، له دې امله چې سوداګر له زيان سره مخ نه شي، نو هغوى د مېوې د صادراتو لپاره زړه ښه نه کړ، له همدې امله د هېواد شاوخوا ٥٥ سلنه توليد شوې تازه مېوې يا له منځه تللې او يا هم په ډېره ټيټه بيه پلورل شوې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د اپټا تړون له مخې د افغان سوداګرو موټرو ته د تګ راتګ او د سوداګرۍ په برخه کې د اداري اوږدو پروسيجرونو د ستونزې د هوارۍ په موخه دې د اپټيکا غونډه راوبلي.

د اپټيکا کمېټه د دواړو هېوادونو له استازو د اپټا د پلي کېدو په لاره کې د شته ستونزو د لرې کولو لپاره جوړه شوې ده.

الکوزى وايي: ((اداري اوږده پروسيجرونه، د اپټا تړون نه عملي کېدل، بندرونو ته د افغان سوداګرو د موټرو نه تګ راتګ لامل شوي، چې تېر کال افغان سوداګرو ته شاوخوا سل ميليونه امريکايي ډالر زيان واوړي.))

د هغه په وينا، له يوې خوا د دواړو هېوادونو ترانسپورټي سيسټم په نړيوالو معيارونو برابر نه دى او له بلې خوا اداري اوږده پروسيجرونه او د اپټا نه عملي کېدل د افغانستان د تازه مېوې صادرات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال زياتوي: ((که پاکستان سږ کال بيا د افغان سوداګرو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړي، د تېر کال په څېر به بيا زموږ مېوې يا په کانټينرونو کې خوسا شي او يا هم د سړکونو پر سر.))

ځيني سوداګر هم وايي، چې په تېرو کلونو کې پاکستان په ځانګړي ډول د تازه مېوې د صادراتو پر وړاندې ستونزې راولاړې کړې او په دې سره يې د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو مخه نيولې ده.

يوه افغان سوداګر حاجي نجابت پژواک ته وويل: ((که چېرې د تېر کال په څېر سږ کال هم پاکستان داسې ستونزې رامنځته کړې، زه خو شخصاً حاضر نه يم، چې د دغه هېواد له لارې تازه مېوه صادره کړم.))

ده زياته کړه، چې تېر کال يې د تازه مېوې کانټينرونه په تورخم بندر کې ٢٤ ورځې ودرول شول، وروسته له هغه په پېښور کې هم له يوه موټر څخه بل ته د لېږد پر مهال خرابې شوې، چې په دې برخه کې دوى ته غټ زيان واوښت.

دغه سوداګر له افغان حکومت څه و غوښتل، اوس چې د مېوې فصل نه دى را رسېدلى، بايد د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي، تر څو سوداګر نور زيانمن نه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، چې دوى هم په دې هڅه کې دي، چې د اپټيکا د کمېټې غونډه جوړه او دواړه اړخونه په اړوندو ستونزو او موضوعاتو خبرې وکړي.

د هغه په وينا، د تېرو کلونو په پرتله په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې تر ډېره حل شوې، خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هڅه کوي چې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو وروسته اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د نوي تړون له مخې بايد د افغان سوداګرو موټر د کراچۍ او واګه بندرونو ته تګ راتګ وکړي او د افغان سوداګرو د توکو د لېږد مخه ونه نيول شي، خو تر اوسه د ا فغان سوداګرو موټر يواځې تر پېښوره تګ راتګ کولاى شي او له کراچۍ څخه پاکستاني شرکتونه د افغان سوداګرو توکي لېږدوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.