لښکرګاه (پژواک ٦ غويى ٩١): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي او په ځانګړې توګه ځوانان په دې ولايت کې د انټرنټ له لوړې بيې شکايت کوي او د نوري فايبر شبکې د غځولو غوښتنه کوي.
كه څه هم د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو كې د نوري فايبر شبكې په چمتو كولو سره د انټرنټ په بيو كې د پام وړ بدلون راغلى دى؛ خو د هلمند خلك له دې اسانتياوو څخه بې برخې دي.
په لښكرګاه كې د كليد ګروپ راډيو خبريال خليل الرحمن امېد د غويي په ٦مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې د مخابراتو وزارت دې ولايت ته د انټرنټي خدماتو په رسولو كې پاتې راغلى دى.
هغه زياته کړه چې يو كال وړاندې له كندهار څخه د هلمند تر وېش (دوراهي) پورې د نوري فايبر مزي رارسېدلي دي؛ خو نه پوهېږي چې ولې يې لښكرګاه او شاوخوا سيمه د دې شبكې تر پوښښ لاندې نه ده راوستلې.
امېد وايي، د هلمند خبريالانو د پرېس كلب لپاره له انسټاټېلېكام څخه ۲۵۶ كي، بي، ايس انټرنټ، چې په پنځو نورو دفترو هم وېشل شوى دى، په پنځويشت زره او پنځه سوه افغانۍ پېرودلى دى؛ خو د نوري فايبر شبكه كولى شي له همدې دفتر څخه په درې زره افغانۍ په همدې سرعت انټر نټ واخلي.
په دې ولايت کې د المان غږ راډيو خبريال روح الله الهام هم پژواك اژانس ته وويل، انټرنټ يو له هغو اسانتياوو څخه دى چې ځوانان كولى شي د نړۍ له بېلابېلو برخو معلومات په ډېرې اسانۍ او چټكۍ سره ترلاسه كړي.
الهام وايي، چې ډېرو ځوانانو د انټرنټ او كمپيوټر په برخه كې زده كړې دي؛ خو د لوړې بيې له امله نه شي كولى د انټرنټ خدماتو ته لاسرسى ولري.
هغه زياتوي: ((باور لرم، که چېرې د مخابراتو وزارت مرسته وكړي او د دې شبكې خدمات تر هلمند پورې راورسوي، نه يواځې ډېر دفترونه به انټرنټ وپېري، بلكې د ښار او شاوخوا سيمو ډېر خلك به خپلو كورونو ته د انټرنټ مزي وغځوي.))
په لښكرګاه كې د انسټاټېلېكام انټرنټ د دفتر ولايتي مسوول عبدالله شاه اغا پژواك اژانس ته وويل، دوى ځكه انټرنټ په لوړه بيه وركوي چې د سټلايت له لارې يې خدمات هلمند ته رسولي دي.
د نوموړي په وينا، د نوري فايبر شبكې په رارسېدو سره به له يوې خوا د دوى پېرودونکي زيات شي او له بله پلوه به ګټه هم ولري.
د هلمند والي ګلاب منګل هم د ځوانانو دا ستونزه ومنله او ژمنه يې وكړه، چې له مخابراتو وزارت څخه به په ټينګه وغواړي چې هلمند د نوري فايبر د شبكې تر پوښښ لاندې راولي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له كندهار څخه تر هلمند پورې په غځېدلې لارې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته او كه وي هم، دوى به د دې شركت او د مخابراتو وزارت مسوولينو د لارې د امنيت ژمنه وركړي.
والي هم وويل چې هلمند اوس مهال د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې امنيت په كې ټينګ دى او خلكو يې د دولت په همکارۍ پرمختګونو ته ملا تړلې ده. كه چېرې نوري فايبر شبكې هم خپل خدمات تردې سيمې پورې ورسول، نه يواځې د خلكو ستونزه به ورسره هواره شي، بلكې د دولت او خصوصي شركتونو په كارونو كې به هم ښه والى راشي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د مخابراتو وزارت له خوا هم د انټرنټي خدمتونو په بيه كې د پام وړ كمښت اعلان شو.
د مخابراتو وزير اميرزي سنګين په دې اړه ويلي، چې په افغانستان کې د انټرنټ بيه درې برابره ټيټه شوې او دوى هڅه کوي، چې دا لړۍ ټول هېواد ته وغځوي.