Language

مزارشريف (پژواك ٦ غويى ٩١): د هېواد ولايتي شوراګانو په ګډ كنفرانس كې د امنيت د لېږد پروسې په پيل كې د كړو ژمنو د پوره كېدو او د سولې د عالي شوار د ولايتي كمېټو د استازو په ټاكنه كې د بياکتنې غوښتنې وكړې.

 تېره ورځ په مزارشريف كې د افغانستان د ملي انسجام ادارې له خوا د هېواد ۳۴ ولايتونو د ولايتونو شوراګانو د مشرانو دوه ورځنى ګډ كنفرانس، په هېواد كې د سولې د روانې پروسې او د امنيت د لېږد پروسې د ارزيابۍ په موخه پيل شو.

 دغه كنفرانس نن د غويي په ٦مه، د سولې عالي شورا او د امنيت د لېږد پروسې مسوولينو ته د لس ماده ييز وړانديزپاڼې په اعلانولو پاى ته ورسېد.

 د ملي انسجام ادارې مطبوعاتي مسوول حشمت هجران پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په وړاندې شوې وړانديزپاڼه كې د سولې عالي شورا څخه وغوښتل شول، چې د دغې شورا د ولايتي كمېټو د استازو په ټاكنه كې دې بياکتنه وكړي.

 همداراز له جنګ څخه د لاس اخيستونكو خلكو سياسي، اقتصادي، ټولنيز او امنيتي ملاتړ دې وشي.

 په وړانديزپاڼه كې راغلي و، چې د سولې په روانه پروسه كې دې ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې ته وخت وركړل شي.

 د ولايتي شوراګانو په كنفرانس كې د امنيت د لېږد روانه پروسه هم يو اړخيزه وښودل شوه، په وړانديزپاڼه کې د دغې پروسې پر مسوولينو تور لګول شوى، چې د زړه له كومې كار نه كوي.

 دغې پروسې ته وړانديز شوى، چى د افغان ځواكونو د تجهيز او سمبالښت او د سيمې د بيارغونې په برخه كې خپلې كړې ژمنې پوره كړي.

 د پكتيا د ولايتي شوار رييس ښايسته خان، د ولايتي شوراګانو شوى كنفرانس ګټور وباله.

 نوموړي پژواك اژانس ته د سولې د عالي شورا د ولايتي كمېټو د غړو د بياکتنې په اړه وويل، چې د دغې شورا د ولايتي كمېټې ډېر غړي د دولتي چارواكو له خوا ګومارل شوي دي.

  د هغه په وينا، همدا لامل دى چى د دولت مخالف وسلوال پرې باور نه كوي.

 ښايسته خان وايي، چې په همدې دليل يې د سولې د عالي شورا د ولايتي كمېټو د غړو پر ټاكنه د بياکتنې غوښتنه كړې ده.

 هغه همداراز وويل، چې دغه پروسه تردې دمه تشريفاتي بڼه لري، چې له لارې يې اساسي مخالفين وسلې كېښودو ته نه دي هڅول شوي.

 نوموړي زياته كړه، چې د سولې د عالي شورا هڅې بايد لاپسې ګړندۍ شي، ولسواليو او كليو ته سفرونه وكړي او د دولت له اساسي مخالفينو سره له نږدې وګوري.

 

Related Topics