Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې دوه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩١): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د پوهنې مديريت او په دره نور کې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوال محمدحسن عثمانزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ په املې کلي کې د (جرمن اګرو اکشن) په نوم موسسې په ٢٤زره ډالره مرسته د يوه ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې شوې.

 د هغه په وينا، د ودانۍ په جوړېدو شپږ مياشتې کار شوى، چې په دوه جرېبه ځمکه کې جوړه شوې او ١٢ خونې لري.

 نوموړي زياته کړه، چې په دوو وختونو کې د دغه ښوونځي ٨سوه نجونې او هلکان زده کړې کوي، چې پخوا يې د سرپناه ستونزه درلوده.

 د يو بل خبر له مخې، د روداتو ولسوالۍ د پوهنې مديريت نوې ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د روادتو د پوهنې مديريت نوې ودانۍ په شاوخوا يونيم جريب ځمکه کې جوړه شوې ده.

 د ده په وينا، دغه ودانۍ په ننګرهار کې د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري په ٣٦زره ډالرو د شپږو مياشتو په موده کی په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

 شينواري وويل، چې ياده ودانۍ څلور اداري خونې، درې تشنابونه او دوه سوه متره د احاطې دېوال لري.

 د نوموړي په خبره، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د روادتو د پوهنې مديريت په اداري چارو کې ښه والی راشي.

 د يادونې وړ ده، چې د ولايتي بيارغونې ډلې تر دې وړاندې د سره رود او خېوې په ګډون د ځينو نورو ولسواليو د پوهنې مديريتونو لپاره هم ورته ودانۍ جوړې کړې دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.