کلات،کابل (پژواک ٧ غويي ٩١): ايساف ځواکونه وايي، چې په ميدان وردګو کې يې د ازبکستان د حرکت اسلامي يو غړى او يو شمېر نور وسلوال طالبان نېولي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د غويي ٧ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو کې د ازبکستان د اسلامي تحريک يو غړى نېول شوى، يو وسلوال طالب وژل شوى او دوه نور نيول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د ازبکستان د اسلامي حرکت ياد غړي له نورو ملګرو سره د کابل، ميدان وردګو او لوګر ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونو پلان جوړاوه.
سرچينه وايي، چې دغه راز يې د خوست ولايت په باک او صبريو ولسوالۍ کې هم له افغان ځواکونو سره يو ځاى عمليات ترسره کړي او يو شمېر وسلوال طالبان يې نېولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوست کې يې دغه عمليات د حقاني شبکې د دوو قوماندانانو د نيولو په موخه ترسره کړي، خو د هغوى د نيولو په اړه يې څه نه دي ويلي.
د يوبل خبر له مخې، د ايساف او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې تېره شپه د زابل د شهرصفا ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ورور په ګډون دوه مخالفين ونيول شول.
په هغه خبرپاڼه کې ، چې د غويي په ۷مه، د ايساف ځواکونو له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ، ويل شوي چې دغه عمليات د زابل په ترنک و جلدک (شهرصفا ) ولسوالۍ کې ترسره شوي دي
سرچينه زياتوي، چې د عملياتو موخه د هغه تن نيول و، چې په سيمه کې يې د طالبانو لپاره وسلې، مهمات او نور وسايل برابرول او هم يې ځانمرګي بريدونه تنظميول.
د شهرصفا ولسوال ښادي خان هم دغه عمليات تاييدوي او وايي چې په پايله کې يې دوه تنه بهرنيو ځواکونو له ځان سره وړي دي
هغه پژواک اژانس ته وويل چې عمليات تېره شپه ناوخته د شهرصفا ولسوالۍ د (کوتوزو) په کلي ترسره شوي ، چې په پايله کې يې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا د ټاکل شوي ولسوال ملا سردارمحمد ورور له يو بل تن سره نېول شوی دی.
ولسوال زياته کړه ، چې د عملياتو پر مهال نښته نه ده رامنځ ته شوې او ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو هم دغه عمليات تاييد کړي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل چې نيول شوي دواړه کسان عادي کوچيان دي او له طالبانو سره هېڅ اړيکې نه لري.
نوموړي همدارنګه د زابل په شاه جوى، ارغنداب او کلات کې د بېلابېلو بريدونو پر مهال کورنيو او بهرنيو سرتيرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي، خو د زابل چارواکي د دوى دغه ادعا ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP