Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٧ غويى ٩١): د ننګرهار د يوولسو ولسواليو قومي مشرانو د دولت د هغې پرېکړې پر ضد د لاريون ګواښ وکړ، چې يوې کورنۍ ته يې د ضبط شويو ځمکو په بدل کې په روداتو ولسوالۍ کې ځمکه ورکړې ده.

د ننګرهار ولايت په يوولسو ولسواليو کې مېشتو د مومندو قومي مشرانو، نن (د غويي ٧ مه) په دې اړه د روداتو ولسوالۍ په دښته کې غونډه درلوده.

د مومندو د قومي شورا مشر ملک جهانزېب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پخواني جهادي قوماندان حاجي منجي له لوري د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي دښته کې ښارګوټى جوړېږي، چې د ولسمشر کرزي په جعلي فرمان د څرخي په نوم يوې کورنۍ ته د ضبط شويو ځمکو په بدل کې په ننګرهار کې ورکړل شوې ده.

نوموړي ګواښ وکړ، که ولايتي اداره د دغه ښارګوټي کار بند نه کړي، د روداتو، کوټ، بټي کوټ، غني خېلو، لعلپورې، ګوشتې، کامې، مومند درې، بهسودو، چپرهار او ښېوې ولسواليو د مومندو قومونه به په لاريونونو لاس پورې او ښوونځي به وتړي.

جهانزېب د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى تورن کړ، چې له مافيايي کړيو سره په ګډه غواړي قومونه په خپل منځ کې سره ښکېل کړي او دولتي ځمکې وپلوري.

يادو مشرانو ګواښ وکړ، چې که نن په دې ښارګوټي کار ونه درول شي، دوى به يې په خپله له منځه يوسي او ماشينونو ته به اور ورته کړي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال امنيتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په بېړني ډول دې د ښارګوټي د جوړولو چارې ودروي.

ګرديوال پژواک ته وويل، چې د مومندو د قوم او څرخي کورنۍ د ستونزې د هوارولو په موخه به د عدلي ارګانونو په ګډون قانوني اسناد وګوري او حق به حقدار ته وسپاري.

د مومندو مشرانو له مرستيال والي غوښتل، چې که دولت د دښتې ملکيت غواړي او عام المنفعه ودانۍ پرې جوړوي، دوى ورسره خوښ دي.

د جوړېدونکي ښارګوټي يوه مشر زمري احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې تر کار لاندې ښارګوټى د ولسمشر کرزي د فرمان او سترې محکمې د شرعي قبالې له مخې ورکړل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې څرخيان يوه مشهوره کورنۍ ده، چې د محمد نادرشاه د واکمنۍ پرمهال له هغه سره د اختلاف له امله يې ټولې ځمکې د وخت د دولت له خوا ضبط شوې وې.

د هغه په وينا، څو کاله مخکې د ملت د بابا محمد ظاهرشاه او ولسمشر کرزي په منځګړتوب، يادې کورنۍ ته د جلال اباد ښار د اوسنۍ ولايتي شورا د ځمکې او په ښېوه کې د عبدالخېلو د باغ پر ځاى نوې ځمکه په حصارشاهي دښته کې ورکړه، چې قانوني اسناد يې په لاس کې لري.

احمدزي وويل، دغه ځمکه اوس درې لاسه پلورل شوې، چې پېرودونکو په کې د سپين غر مېنې په نوم د ښارګوټي چارې پيل کړې دي.

ده زياته کړه، چې د مرستيال والي د لارښوونې له مخې به تر هغې د ښارګوټي د جوړولو چارې وځنډول شي، ترڅو له مومندو سره رامنځ ته شوې شخړه هواره شي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ننګرهار په مرکز او دوه ويشتو ولسواليو کې پر ګڼ شمېر دولتي دښتو ښارګوټي اباد شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.