Language

عطامحمدنور: د طالبانو پر ځاى له حکمتيار سره د سولې خبرې ګټورې دي

مزارشريف (پژواك ٧ غويى ٩١):د بلخ والي د وسلوالو طالبانو په پرتله له ګلبدين حكمتيار سره د سولې په اړه خبرې اترې كول ګټورې وبللې.

د بلخ والي عطامحمد نور د غويي په ۷مه د بلخ ولايت په مقام كې د ولسي جرګې له خوا د ده د ستاينې په اړه جوړه شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې د سولې روانه پروسه په ټكني توب پر مخ ځي.

د بلخ ولايت په مقام كې د ولسي جرګې له خوا نوموړي ته د هېواد د ښه والي په توګه د ستايلو په موخه غونډه جوړه شوې وه، چې نږدې څلوېښت وكيلانو په كې ګډون درلود.

عطامحمد نور يادې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې د سولې عالي شورا بايد په خپلو طرحو كې بدلون راولي، چې له لارې يې د دولت اساسي او غولول شوي مخالفين په ډاګه شي.

نوموړي زياته كړه، وسلوال طالبان سولې ته په هغه ارزښت قايل نه دي، څومره چې ورته د سولې په روانه پروسه كې اړتيا ليدل كېږي.

د هغه په وينا، د وسلوالو طالبانو پر پرتله به د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدين حكمتيار سره خبرې كول ډېره ګټه ولري.

نور وويل: ((سره له دې چې حكمتيار صېب داسې يو څوك دى، چې تل د قدرت په سر كې ځان راوستل غواړي؛ خو بيا هم له طالبانو غوره دى او سولې ته د دوى په پرتله ډېر ارزښت وركوي.))

نوموړي همداراز د افغانستان تېره لس كلنه دوره له نيمګړتياوو ډكه وبلله.

د هغه په وينا، لا هم تر ۲۰۱۴ كاله پورې وخت شته، چې افغانان سره نږدې شي او د نړيوالو له وتو وروسته دغه هېواد يو ځل بيا د جنګونو په ډګر بدل نه شي.

د ولسي جرګې نايب منشي محمدفرهاد عظيمي پژوك اژانس ته د جوړې شوې غونډې په اړه وويل، چې د ولسي جرګې ۱۲۰ غړو د دغې جرګې رياست ته د بلخ د والي د ستايلو وړانديز وكړ او هغوى ومانه.

نوموړي زياته كړه، چې له ولسي جرګې څخه نږدې څلوېښت غړي د بلخ ولايت د ارزونې په موخه راغلي او په ترڅ كې يې د بلخ والي ته ستاينليک هم ورکړ شو.

Related Topics