مزارشريف (پژواک ٧ غويى ٩١): د شمال زون په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د ملي اردو شاوخوا ۱۴۰۰ نويو جذب شوو سرتېرو ته لومړنۍ زده كړې وركړل شوې.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند قاهرخان پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو د ۱۸۱كنډك سرتېري له لومړنيو زده كړو وروسته پر دندو وګومارل شول.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه كنډك كې ۱۴۱۱ نوي جذب شوي سترتېري وو، چې نن (د غويي ٧مه) له نهو اونيو لومړنيو زده كړو وروسته د شاهين قول اردو جزوتامونو ته ور وپېژندل شول.
د هغه په وينا، د فارغ شوو سرتېرو يو شمېر به په كومانډو كې جذبېږي او پاتې به يې د شمال په بېلابېلو ولايتونو كې د ملي اردو په ليكو كې كار كوي.
يوه فارغ شوي سرتېري سليمان پژواك ته وويل، چې دوى ته په تېرو نهو اونيو كې د اردو د تكتيكونو په اړه لومړنۍ زده كړې وركړل شوې.
نوموړي زياته كړه، دى خوښ دى چې د هېواد په اردو كې د سرتېري په توګه ګومارل شوى او د زړه له تله به د خپل وطن د ساتنې په موخه كار كوي.
د هغه په وينا، دوى ته وويل شول چې په راتلونكو مياشتو كې به ورته د اردو په برخه كې نورې زده كړې هم وركړل شي.
قاهر خان وويل، چې په روان كال كې دغه د شاهين قول اردو لومړۍ فراغت و، چې ترسره يې كړ.