ميدان ښار (پژواک ٧ غويي ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتې له امله اووه ښځو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ميدان ودرګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا يوه بجه د چک ولسوالۍ په دوران خېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتنه رامنځ ته شوه، چې پر يوه کور باندې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې مېرمنې ووژل شوې او څلور ښځينه ټپيانې دي.
د هغه په وينا،وسلوالو طالبانو له يادکلي څخه پر بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې او بهرنيو ځواکونو په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې د هاوان يوه مرمۍ د شاولي په نوم د يو تن پر کور ولګېده او ياده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه.
شاهد وويل، چې په ټپيانو کې يوه نجلۍ د چک روغتون ته وړل شوې او درې نورې کابل ته لېږدول شوې دي، چې د يوې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د ده په خبره، دوى په دې اړه څېړنې پيل کړي، چې د هاوان مرمۍ له کوم لوري پر ياد کور لګېدلې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په ميدان وردګو کې له يوې پېښې خبر دي، خو په اړه يې نور معلومات نه لري او له پلټنې وروسته به په دې اړه پوره معلومات په ډاګه کړي .
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP