Language

دوه وسلوال طالب قوماندانان ونيول شول

کابل ښار (پژواک ٨ غويى ٩١):ايساف وايي،چې دخوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ او د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې يې د وسلوالو طالبانو دوه قوماندانان نيولي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د غويي ٨ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د خوست ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د حقاني شبکې يو قوماندان نيول شوى دى.

د سرچينې په وينا، نيول شوي قوماندان په ياده ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسلوال بريدونه ترسره کول او د سړک د غاړې د ماينونو په اېښودلو کې يې لاس درلود.

خبرپاڼه وايي، چې نوموړي دغه راز په پاکستان کې د حقاني شبکې له مشرانو سره اړيکې درلودې او د بېلابېلو وسلو د کارولو په برخه کې يې روزنه ترلاسه کړې ده.

سرچينه زياتوي،چې د يادو عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو ځينې نور شکمن وسلوال او يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه دغه راز کاږي، چې د هلمند ولايت په واشېر ولسوالۍ کې هم د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د وسلوالو طالبانو يو قوماندان نيول شوى دى.

د سرچينې په خبره، ياد قوماندان په واشېر ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د سړک د غاړې ماينونه ځاى پرځاى کول او وسلوال بريدونه يې ترسره کول.

ويل کېږي، چې نيول شوي قوماندان څو ځلې هڅې کړي، چې د هلمند دولتي چارواکي هم ترور کړي، خو نه دى بريالى شوى .

په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې تېره ورځ  افغان او بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر مهال ٧ سوه کيلوګرامه چرس هم ترلاسه کړي دي.