لښکرګاه (پژواک ٨ غويى ٩١): په افغانستان كې دکمونستي حکومت د ماتې او د مجاهدينو د بريا شلمه كاليزه ، چې د غويي له اتمې سره برابره ده، په هلمند کې ونمانځل شوه.
په دې اړه نن (د غويي ٨ مه) په لښکرګاه کې په جوړه شوې غونډه كې د هلمند والي محمدګلاب منګل ترڅنګ لسګونو جهادي قوماندانانو، د ولسمشر کرزي د قومي چارو سلاكار وزير انجينر وحيدالله سباوون او په ملي شورا كې د زابل او بغلان ولايتونو استازيو هم برخه اخيستې وه.
د هلمند والي د هېواد په ازادۍ کې د مجاهدينو هڅې، روسانو او د هغوى ګډاګيانو ته ماتې ورکول وستايلې او زياته يې کړه، چې هغه وخت مجاهدينو د اسلامي عقيدې له مخې په نشت امكاناتو د نړۍ ستر ځواک ته ماتې وكړه او نړۍ ته يې وښوده، چې افغانان هېڅكله هم د پرديو زور او غلامي نه مني.
خو نوموړي زياته کړه، چې د جهاد او مجاهدينو تر بريا وروسته د ځينو بهرنيو لاسوهنو له امله په هېواد كې بې ثباتي رامنځ ته شوه، چې په زرګونو افغانان يې له امله ووژل شول او ګڼ شمېر نور معيوب او کډوال شول.
د هغه په وينا، اوسنى دولت هم ونه توانېد، چې په تېرو درېيو لسيزو جګړو كې رامنځ ته شوې ناخوالې جبران كړي او يو غښتلى نظام رامنځ ته كړي.
د والي په خبره، كه څه هم په تېرو لسو كلونو كې د روغتيا، پوهنې او بيارغونې په برخوكې د پام وړ مثبت بدلون راغلى، خو د ملي يووالي په برخه کې دولت پاتې راغلى دى.
نوموړي له جهادي مشرانو وغوښتل، چې د نظام په جوړېدو كې له افغان دولت سره مرسته وکړي.
په غونډه كې د ولسمشر سلاكار وزير انجينر وحيدالله سباوون هم وويل، چې افغان مجاهدينو په تش لاس، خو په ټينګ عزم او پخه اراده د نړۍ ستر ځواک ته ماتې ورکړه.
د هغه په وينا، خو د يو لړ تېروتنو له امله يې د شهيدانو، معيوبينو او مهاجرينو هيلې پوره نه شوې كړاى.
نوموړي زياته كړه،چې د دغې ستونزې يو لامل دا هم و، چې د مجاهدينو مرسته كوونكو هېوادونو په افغانستان کې د کمونېستي رژيم له ماتې وروسته مجاهدين يواځې پرېښودل او ګاونډيو هيوادونو نه غوښتل، چې په افغانستان كې ملي يوالى او سوله راشي.
د يادونې ده، چې د غويي د اتمې يا د مجاهدينو د بريا د ورځې په مناسبت د ملي دفاع وزارت څو ځلې ټينګار وکړ، چې دغه ورځ به په شاندارو مراسمو سره په کابل کې نمانځي، خو له يادې ورځې يوه ورځ مخکې يې ترې ډډه وکړه.