مزارشريف (پژواك ٩ غويى ٩١): د بلخ والي عطامحمد نور وايي چې د ګاونډيو هېوادونو د ناوړو لاسوهنو له امله د غويي د اتمې لاس ته راوړنې له صفر سره ضرب شوې.
عطامحمد نور چې د غويي په ٩مه، د دغه ولايت په مقام كې يې د غويي د اتمې په وياړ غونډې ته خبرې كولې، وويل چې جهاد په ډېرو قربانيو ترسره شو او په ډېره لوړه بيه د غويي د اتمې برياليتوب د مجاهدينو په برخه شوه.
نوموړي زياته كړه: ((خو له بده مرغه د سيمې د ناپاكو لاسوهنو او يا هم د ګاونډيو د ناپاكو لاسوهنو له امله د غويي د اتمې لاس ته راوړنې له صفر سره ضرب شوې.))
د هغه په وينا، يو وخت د مجاهدينو عزت د لوېديځ كور كور ته لاره پيدا كړې وه؛ خو له بده مرغه په جنګسالارانو، د بشر حقونو پر ناقضينو او پر كابل ښار راكټ ويشتونكو باندې تورن شول.
نور وويل، سمه به وي چې ووايي مجاهدينو هم ځينې تېروتنې كړې دي؛ خو دا چې څوك ملامت دي او څوك سلامت؟ دا فيصله پخوا ملت كړې ده.
نوموړي زياته كړه، دا بايد هېره نه شي چې مجاهدين پوره څوارلس كاله د دې په خاطر چې وطن يې ازاد پاتې شي، د ځينو نورو خلكو په څېر د افغانانو د نومونو پسوند هم (اوف) نه شي، سختۍ يې تېرې كړې او په غرونو كې يې شپې سبا كړې دي.
د هغه په وينا، هغه مجاهدين چې قرباني يې وركړې، ستونزې يې وګاللې، خپلې وينې يې قرباني كړې، ډېر يې نن بې برخليكه دي.
د بلخ والي والي وويل، كه چېرې له افغان ملت سره د خپلو مجاهدينو قدر نه واى، نو نن به ډېر مجاهدين په يو او بل نوم يا وژل شوي او يا زنداني شوي واى.
نوموړي زياته كړه، چې له تېرو تجربو څخه بايد ګټه واخيستلى شي؛ هغه سهوې چې شوي، بيا تكرار نه شي.
د هغه په وينا، كه نړيوال يو ځل بيا د غويي د اتمې د برياليتوب په څېر افغانستان يواځې پرېږدي، نو افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرۍ پر جاله بدل شي.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د مجاهدينو د بريا ورځ پرون ونمانځل شوه؛ خو په رسمي توګه دغه مراسم لغوه شوي وو.