Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړيوال بانک د نوې تګلارې له مخې له افغانستان سره د کال تر يو ميليارد ډالره مرسته کوي

کابل (پژواک ٩ غويى ٩١): نړيوال بانک د نوې درې کلنې تګلارې له مخې له افغانستان سره هر کال تر يو ميليارد امريکايي ډالره مرسته کوي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د نړيوال بانک د بهرنيو اړيکو مسوول عبدالرووف ضياء د غويي په ٩ مه  پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې د سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال ايسبل اېم ګوريرو ( Isabel M. Guerrero ) تېره ورځ په واشنګټن کې د افغانستان په اړه د دغه بانک درې کلنه تګلاره اعلان کړه.

د ضيا د معلوماتو له مخې، د نړيوال بانک چارواکو د يادې تګلارې له مخې ټينګار کړى، چې دغه بانک به تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

هغه وويل، چې د نړيوال بانک په تګلاره کې راغلي، چې په افغانستان کې د سيمه ييزې حکومتدارۍ پياوړې کول، د دغه بانک د مرستو او فعاليتونو کچه پراخول،د خصوصي سکټور په پياوړي کولو سره د کاري فرصتونو برابرول او د افغانستان د کانونو سکټور پياوړى کول شامل دي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې د نړيوال بانک مرستې او فعاليتونه د افغانستان په ولايتونو کې متوازن نه و نو ځکه د نوې تګلارې له مخې د مرستو پر انډول او په ملي کچه د دې فعاليتونو پر پراخولو ټينګار شوى دى .

په کابل کې د نړيوال بانک له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې  د ايسبل اېم ګوريرو له قوله ويل شوي چې په تېرو لسو کلونو کې ياد شوي بانک د نړيوالې ټولنې سره يوځاى له افغانستان سره د پايدار پرمختګ لپاره مرستې کړي دي .

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، يادې مرستې په ملي کچه د روغتيا، ښوونې او روزنې، سيمه ييزې حکومتدارۍ  او عامه مالي مديريت د سيسټم د رامنځته کولو په برخه کې شوې دي.

دغه راز ګوريرو  ويلي، چې د نړيوال بانک راتلونکې مرستې به هم  د يو شمېر مهمو ملي لومړيتوبونو په برخه کې وي، چې کولى شي د چارو د لېږد په پروسه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د ضياء دمعلوماتو له مخې،نړيوال بانک،چې له افغانستان سره د ٣٣ هېوادونو مرستې تنظيموي، په تېرو درېيو کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا ١،٥ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.