Language

کابل( پژواک ١٠ غويى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک مشارکت د ګډې شورا د جوړولو په موخه نوي ډهلي ته ځي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، ټاکل شوې ده چې د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول په مشرۍ پلاوى، سبا هند ته خپل دوه ورځنى سفر پيل کړي.

د موسى زي په وينا، د ستراتيژيک مشارکت د ګډې شورا له لارې به له هند سره د افغانستان اوسنۍ همکارۍ او د ستراتيژيک تړون په چوکاټ کې مطرح شوې همکارۍ او اړيکې تنظيم شي.

د تېر کال په تلې مياشت کې د افغانستان او هند ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شو او د ستراتيژيک مشارکت د ګډې  شورا پر جوړېدو هوکړه وشوه.

موسى زي وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک مشارکت ګډه شورا به خپله لومړنۍ ناسته هم وکړي، چې مشري به يې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران کوي.

د ده د معلوماتو له مخې، ياده شورا به په کال کې يو ځل په کابل او يا هم نوي ډهلي کې ناسته کوي.

ده وويل چې د دې شورا ترڅنګ، د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک د پلي کولو په موخه د دواړو لورو ترمنځ څلور ګډې کاري ډلې هم جوړې شوې دي.

د موسى زي په وينا، د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې به د د واړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او سياسي همکاريو کاري ډله هم خپله لومړۍ ناسته ترسره کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د زلمي رسول په مشرۍ د افغانستان له لوري د بهرنيو چارو، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت شورا استازي ګډون ولري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند، هيله وښوده چې د اقتصادي او سوداګريزو چارو، ټولنيزو همکاريو او د  فرهنګي – روزنيزو چارو ډلې به په راتلونکو ٣ مياشتو کې خپل کارونه تنظيم او کار به پيل کړي.

د موسي زي د معلوماتو له مخې، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول به په ياد شوي سفر کې د هند له لومړي وزير من موهن سنګ او د هند د ملي امنيت شورا له سلاکار سره ځانګړې ليدنې ولري او د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت او پراختيا به خبرې وکړي.