Language

لښکرګاه (پژواک ١٠ غويى ٩١): د هلمند چارواکي وايي، چې په واشېر ولسوالۍ د عملياتو په لړ كې د وسلوالو مخالفينو اوه وتلي قوماندانان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره اونۍ د پوليسو د ځانګړې قطعې له خوا د ولسوالۍ په فولاد او سرفولاد سيمو کې ترسره شوي دي.

نوموړى وايي، چې په وژل شوو قوماندانانو کې مولوي عبدالاحد فضلي د واشېر لپاره د طالبانو د ولسوال ورور، مولوي حميدي د همدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي كمېسيون مسوول، مولوي عبدالحق د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قاضي، د ضابط په نوم ماين جوړونكى، چې د شلو کسانو مشري يې هم كوله او ملاعبدالخالق شامل دي.

احمدي وايي، چې په نورو وژل شوو مخالفينو کې اوه وزيرستاني او عرب وسلوال هم شامل دي او له دوى څخه په زياته اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د والي وياند وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ درې تنه ژوندي نيول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې لسګونه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.